کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پي-دي-سي تالار کې نویو مقرر شویو استادانو ته "په تحصیلي بنسټونو کې د علمي کادر ونډې" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي یو ورځنی ورکشاپ دایر شو!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۱:۵۳
7877
چهارشنبې ورځ ٢١/١١/۱۴۴۵ هــ ق چې له ٩/٣/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پي-دي-سي تالار کې نویو مقرر شویو استادانو ته "په تحصیلي بنسټونو کې د علمي کادر ونډې" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي یو ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، پي-دي-سي مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.
ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: استادانو لپاره د ورکشاپونو دایرېدل یو نېک اقدام دی، چې د څېړنې په برخه کې به استادان خپلې ستونزې حل کړي، او له ټولو استادانو څخه یې وغوښتل چې یاد ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي، همدارنګه یې استادانو ته په پوره انګېزه د تدریسي چارو مخته وړلو، د محصلینو ستونزو حل، نویو میتیودونو استفاده کولو او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
په پای کې د ښاغلي پوهنوال همایون "غفوري" لخوا ورکشاپ رسماً پیل شو.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS