کابل ښوونې او روزنې او بامیان پوهنتونونو کادري بستونو د نړیوالې(انګلیسي) ژبې آزموینې خبرتیا!

yasin
444

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون: دري ژبو او ادبیاتو، تاریخ، معلوماتي تکنالوژۍ، چاپېریال ساتنې او فزیک څانګو(نارینه) او بامیان پوهنتون: کیمیا، ښوونیز مدیریت او ټولنپوهنې څانګو(نارینه) د کادري بستونو هغو نوماندانو ته چې له مخکې یې یادو کادري بستونو ته نوم لیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د نړیوالې(انګلیسي) ژبې آزموینه د پنجشنبې ورځ د 16/1/1403 ه.ش چې د 25/9/1445ه.ق نېټې سره سمون لري د سهار (9) بجې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ICT)مرکز کې اخیستل کېږي.

نوټ: د آزموینې په ورځ د نوماندانو د دقیقې پېژندنې لپاره د اصلي پېژندپاڼې او یا هم پاسپورت درلودل اړین دي.

نوټ: د نړیوالې(انګلیسي) ژبې کامیاب شویو نوماندانو تخصصي ازموینه د شنبې ورځ 18/1/1403 چې له 27/9/1445 ه.ق نېټې سره سمون لری د سهار په (8)بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۵۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمریت د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په همغږۍ د "ځوان نسل فکری روزنې" ترسرلیک لاندې د محصلینو ترمنځ . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو د درسونو د پیل خبرتیا!

ټولو هغو محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٤ کال د فقهې دوکتورا او د فقهې، ټېسول(انګلیسي)ادبیات او معلوماتي سیسټمونو ماسټرۍ برنامو ته بریالي شوي دي، خبر ورکول کیږي چې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو د درسونو د پیل خبرتیا!

ټولو هغو محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٤ کال د فقهې دوکتورا او د فقهې، ټېسول(انګلیسي)ادبیات او معلوماتي سیسټمونو ماسټرۍ برنامو ته بریالي شوي دي، خبر ورکول کیږي چې . . .

Back to announcements