کابل ښوونې او روزنې، بامیان او پروان پوهنتونو د علمي کادري بستونو مسلکي(تحریري) ازموینه واخېستل شوه!
د کابل ښوونې او روزنې، بامیان او پروان پوهنتونو د علمي کادري بستونو د مسلکي(تحریري) ازموینې اخیستلو بهیر د سې شنبې ورځ ٢٧/١١/١٤٤٥ هــ.ق. چې له ١٥/٣/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي او استادانو په حضور کې واخېستل شوه.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین اړوند ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه: په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کیږي.