کابلښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت لخوا ( د ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د ترکي ادبیاتو عارف او شاعر یونیس ایمره ژوند لیک کتاب ازموینې، دري څانګې شعر ویلو مسابقې او والیبال سیالیو ټورنمنټ) ممتاز محصلین د یو شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شول
دوشنبې ورځ ١٠/٦/١٤٤٧ هــ ق چې له ١٠/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت لخوا(د ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د ترکي ادبیاتو عارف او شاعر یونیس ایمره ژوند لیک کتاب ازموینې، دري څانګې شعر ویلو مسابقې او والیبال سیالیو ټورنمنټ)ممتاز محصلین د یو شانداره غونډې په ترڅ کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، ژبو او ادبیاتو پوهنځ رئیس، یاد پوهنځي استادانو، اداري آمرینو او محصلینو په ګډون وستایل شول.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له ټولو مسؤولینو او استادانو څخه چې یادو برنامو کې زیار او زحمت ایستی وو منندویي وکړه، زیاته یې کړه: قدرمنو محصلینو! تاسو د هېواد راتلونکي یاستئ، خپلو درسونو ته توجه وکړئ او کوم فرصت چې درکړل شوی له هغه څخه په سمه توګه ګټه پورته کړئ. خپلو خبرو کې یې زیاته کړه: راتلونکې کې داسې نورې برنامې هم دایریږي، هیله لرو چې محصلین ټولو برنامو کې ګډوون وکړی.
وروسته، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی دوکتور عبدالرحیم"یزدان پناه" په بریالیتوب سره د یادو برنامو پای ته رسېدلو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته له مقدماتي خبرو، د یادو برنامو ممتاز محصلین د ستاینلیکنو، مډالونو او مختلفو جوایزو په ورکړې سره وستایل شول.
غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده
