په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره ناسته ترسره کړه.

keu_admin
6767

دغه ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت د مقام دفتر د ناستو په تالار کې برابره شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، د دې وزارت ویاند مولوي خالقداد احمد تقي او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالېسۍ او تقنین رئیس مفتي رضوان الله منیب او په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي محمد سعید آل عیاش ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د یاد استازي له راتګه مننه وکړه او د هېواد تحصیلي برخې د پیاوړتیا، د دولتي پوهنتونونو استادانو ته د معاش لوړوالي ، د محصلینو لپاره د جلا پوهنتونونو او ټرانسپورټ زمینې برابرولو، استادانو او محصلینو ته د سکالر شیپونو ورکړې، د اسلامي هېوادونو استادانو ته د راتګ او یا انلاین تدریس زمینې برابرولو، د هېواد په پوهنتونونو کې د عربي ژبې ډېپارټمنټونو جوړولو، د پوهنتونونو نېمګړو تعمیراتو چارو بشپړولو، له افغان نړیوال پوهنتون سره بېلابېلو برخو کې د مرستې، د څېړنیز مرکز جوړولو او دیني کتابونو ورکړې برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي محمد سعید آل عیاش په افغانستان کې د ا.ا.ا پر حاکمیت خوښي څرګنده کړه او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د شریکو شویو غوښتنو په برخو کې یې د همکاري ډاډ څرګند کړ.

دغه راز نوموړي د لوړو زده کړو وزارت او یاد سازمان ترمنځ د ګډ پلاوي پر جوړېدو، د ستونزو لیست ، د دوکتورا لرونکو کادري استادانو شهرت لیست چمتو کولو او دوی ته سپارلو غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دوی ته ددې برخو تنظیمولو او ورسپارلو ژمنه وکړه.

د ناستې په وروستیو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په غوښتنه یاد استازی د دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو لوی ریاست څخه لېدنه وکړه، ددې ریاست په جوړېدو یې خوښي څرګنده او د هر اړخېزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۱:۳۰
Background image

خبرتیا!

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري، چې د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو او تدریسي مدیرانو ته د ستاینلیکونو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتنون کادري بست خبرتیا!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id . . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتوتو او همغږۍ آمریت د محصلینو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو او ژمني رخصتیو څخه د مؤثرې او ښې گټه اخیستنې په موخه . . .

Back to announcements