په علمي کادر کې د شامېلدو لپاره عربي آزموینه
د لوګر لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې لپاره د دریو کادري د بستونو د اړتیا او اعلان پر اساس، د ۱۳۹۹ کال دوشنبې ورځ د وږي په ۱۰مه ، چې مخکې د پوهنتون ویب پاڼې او د لوړو زده کړو وزارت له لارې اعلان شوی و،9 تنه د شرایط وړ ماسټر نوماندان، د علمي کادرغړو جذب لایحه مطابق شارت لست شول. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مرستیال پوهاند ښاغلي محمد زبیر عمري او د اسلامي زده کړو رییس پوهنیار ښاغلي سید هاشم امین، د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل ښاغلي محمد سردار احمد او تاکل شوي کتنپلاوې په شتون کې له دوي څخه آزموینه واخیستل شوه، د کاندیدانو بهرنۍ ژبې آزموینه په ښه توګه تر سره شوه او پایلې یی هم اعلان شوې.