نمونه حافظ ؛ آخرت کې به قران پاک د عمل کوونکو حافظانو شفاعت وکړي!
یکشنبه- ۱۴۴۷/۱۰/۲۵
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت په هڅو د یاد پوهنتون د حافظانو محصلینو ترمنځ د حسن قرائت تشویقي سیالۍ ترسره شوه.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي، د حافظانو ارزښت او اهمیت ته په اشارې، دوی ته په خطاب کې وویل: تاسو د ټولنې خاص قشر یاست، چا چې قران پاک حفظ کړی او پر هغه یې عمل کړی وي، آخرت کې به یې قران پاک شفاعت وکړي او الله تعالی جل جلاله په ورته په جنت کې لوی منزلت ور په برخه کړي؛ نو قدرمنو حافظانو قران ستاسو سینه کې پروت دی، د قران د عظمت قدرداني وکړئ او پر هغه عمل وکړئ، ترڅو په دنیا او آخرت کې کامیاب شئ.
دا راز ښاغلي حمدي د قرانکریم عظمت او اعجاز ته په اشارې وویل، چې قرانکریم یو معجز او معظم کلام دی، چې په تېرو ۱۴ پېړیو کې یې بدیل او حتیٰ د یوه ایت بدیل هم نه دی پیدا شوی.
یاده سیالۍ کې چې د نهه ګوني پوهنځیو څخه ډېر شمېر محصلینو ګډون درلود، د اسلامي علومو پوهنځي استادانو له لوري ورڅخه ازموینه واخیستل شوه، چې په ترڅ کې یې مخکښ حافظان په ګوته شول او راتلونکي پړاو ته یې لار پیدا کړه.
د دې سیالۍ لړۍ به دوه ورځې دوام ومومي چې د محصلانو چارو معاونیت له لورې هغه کسانو ته چې حسن قرائت برخه کې په لومړیو مقامونو کې راشي بېلابېلې ډالۍ نظر کې نیول شوي دي، چې په وروستي پړاو کې به ورته تسلیم شي.
