سهار ستوري کلینیک لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو مسلکي پراختیا په همغږۍ د پوهنتون کارمندانو ته ( د زړه او تنفسي سیسټم د بیا ژوندي کولو) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۵۶
65فل

سې شنبې ورځ ١١/٦/۱۴۴۷ هــ ق چې له ١١/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري  سهار ستوري کلینیک لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو مسلکي پراختیا په همغږۍ د پوهنتون کارمندانو ته ( د زړه او تنفسي سیسټم د بیا ژوندي کولو) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، رئیس، علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي انکشاف آمر، مسؤولینو او کارمندانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ مولوي عبدالحکیم"حمدي" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: دغه شان مسلکي ورکشاپونه نه یوازې د کارکوونکو عملي مهارتونه لوړوي، بلکې د بیړنیو حالاتو په وړاندې د هغوی چمتووالی هم زیاتوي. موږ د سهار ستوری کلینیک څخه د یادې ګټورې همکارۍ مننه کوو، همدارنګه  یې کارمندانو ته له ورکشاپ څخه د پوره ګټه اخیستلو اړوند لازمې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنوال احسان الله"ناصح" د ورکشاپ اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

وروسته، د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" د یاد ورکشاپ ارزښت او ضرورتونو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې.

وروسته له مقدماتي خبرو، یاد ورکشاپ د کلینیک مسؤل لخوا رسماً پیل او په تشریحي او عملي برخو کې (د زړه او تنفس د بیا ژوندي کولو عملي طریقې، د طبي وسایلو کارونه او د بیړنیو حالاتو پر وخت د مرستې لارې چارې) اړوند هراړخیز معلومات له کارمندانو سره شریک کړل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS