د کابل ښوونې او روزنې، بامیان، البیروني او فاریاب پوهنتونو د علمي کادري بستونو تخصصي(تحریري) آزموینه واخېستل شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۳:۹
554

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د چاپېریال ساتنې او ورزشي مدیریت څانګو، بامیان پوهنتون د زده کړیز مدیریت او کیمیا څانګو، البیروني پوهنتون د کیمیا څانګې او فاریاب پوهنتون د بدني روزنې څانګې د علمي کادري بستونو د تخصصي(تحریري) آزموینې اخیستلو بهیر د یکشنبې ورځ ٢/٧/١٤٤٥ هــ.ق. چې له ٢٤/١٠/١٤٠٢ ه.ش. نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي او استادانو په حضور کې واخېستل شوه.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین اړوند ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنگه یې څرگنده کړه چې په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS