د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو له لوري ترسره شویو علمي څېړنو پایلې د علمي سیمینار په ترڅ کې د پوهنې وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د علومو اکاډمۍ مرکز له مسؤلینو او استازو سره شریکې شوې!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۳۶
564gk,dgh

 

سې شنبې ورځ ٢/٧/١٤٤٧ هــ ق چې له ٢/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو له لوري ترسره شویو علمي څېړنو پایلې د علمي سیمینار په ترڅ کې د پوهنې وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د علومو اکاډمۍ مرکز له مسؤلینو او استازو سره شریکې شوې.

یاد سیمینار د څېړنیزو لاسته راوړنو د معرفي، د علمي تجربو د تبادلې او د پوهنتون او علمي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و. په دې غونډه کې د پوهنتون استادانو د خپلو څېړنو مهمې پایلې، علمي وړاندیزونه او عملي سپارښتنې وړاندې کړې، چې د هېواد د پوهنې، کلتور او علمي پرمختګ لپاره ارزښتمنې بلل کېږي.

 سیمینار غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي عبدالحیکم"حمدي" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد سیمینار په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: استادان د ټولنې یوه مهمه برخه ده او باید استادان د علم او زده کړو او څېړنو په برخو کې پوره زیار وباسي، همدارنګه یې استادانو ته د لا زیاتو څېړنو ترسره کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال د دې سیمینار اهدافو او ارزښت اړوند ګډونوالو سره اړین معلومات شریک کړل

د سیمینار په ترڅ کې د درې تنو استادانو لخ لوري (د تاړو او ترکیب په وسیله د پښتو وییرغاونه<دویمه برخه>، په افغانستان کې د ٢٠٢٣-٢٠٢٤ کلونو د اچ-آی-وي د خپرېدو وړاندوینه، بررسی عوامل جینتیکی کم‌خونی داسی شکل و عارضه‌های فزیولوژیک آن) موضوعاتو ترسرلیک لاندې د ترسره شویو څېړنو پایلې د علمي سیمینار په ترڅ کې د یادو نهادونو له استازو  سره شریکې شوې.

د سیمینار ګډونوالو د یادو څېړنو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول علمي ناستې د پوهنتونونو او دولتي ادارو ترمنځ د اړیکو د لا ټینګښت او د علم پر بنسټ د تصمیم نیونې په برخه کې مهم رول لري او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي هڅو ملاتړ یې وکړ او د راتلونکو ګډو علمي پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

وتس‌اپ چینل:

https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):

https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL

ویب‌سایت:

Keu.edu.af

یوتیوب:

https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?

وتساپ گروپ:

https://chat.whatsapp.com/

LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq

صفحه رسمي ژورنال‌های پوهنتون

https://www.facebook.com/profile.php?id=61577701660030

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS