د ښوونیزو او مسلکي علومو د پوهنځي ریاست

د ښوونې، روزنې او مسلکي علومو پوهنځی د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون یو له اساسي او کلیدي پوهنځیو څخه دی، چې د دې پوهنتون د ملا تیر حیثیت لري. دا پوهنځی نه یوازې په خپلو ځانګړو څانګو کې، بلکې د پوهنتون په ټولو اتو پوهنځیو کې، مسلکي مضامین تدریسوي چې د ټول پوهنتون د درسي نصاب ۲۰٪ برخه تشکیلوي. دا کار د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون د مسلکي اهدافو د تحقق لپاره ترسره کېږي.     
همداراز، دغه پوهنځی د ښوونې، روزنې او مسلکي علومو په برخه کې مسلکي او متخصص کادرونه روزي، چې فارغان یې د ښوونې او روزنې په برخه کې مسلکي او علمي وړتیاوې لري.               
اوسمهال، دا پوهنځی درې د لیسانس پروګرامونه لري:            
۱. عمومي تعلیم او تربیه،         
۲. ښوونیز مدیریت،
۳. د مکتب له مخکې او ابتدايي زده کړو تعلیم او تربیه.           
همداراز، دا پوهنځی دوه د ماسټري پروګرامونه لري:               
۱. تعلیم او تربیه،      
۲. ښوونیز رهبري او مدیریت.  
اوسمهال، په دې پوهنځي کې ۲۴ استادان تدریس کوي، چې له هغوی څخه ۴ تنه یې د دوکتورا، ۱۸ تنه یې د ماسټرۍ او ۲ تنه یې د لیسانس تحصیلي درجې لري. دا استادان له پوهنیار څخه تر پوهنوال رتبې لري او د هېواد د ځوان نسل په تدریس بوخت دي.

د پوهنځي لنډ تاریخچه

د ښوونې، روزنې او مسلکي علومو پوهنځی تر ۱۳۸۳ هـ.ش کال مخکې د ټولنیزو علومو پوهنځي په تشکیل کې د (روانشناسي او تعلیم و تربیې) په نامه د یوې څانګې په توګه فعالیت درلود.         
په ۱۳۸۵ هـ.ش کال کې، دا پوهنځی د "تعلیمات مسلکي" په نوم، چې دوه څانګې (روانشناسي او تعلیم و تربیه) یې لرلې، د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون په چوکاټ کې رسمي شو.      
په ۱۳۹۲ هـ.ش کال کې، د دې پوهنځي نوم له "تعلیمات مسلکي" څخه "ښوونه، روزنه او مسلکي علوم" ته بدل شو.             
په ۱۳۹۳ هـ.ش کال کې، په دې پوهنځي کې درې څانګې رامنځته شوې:              
۱. عمومي تعلیم او تربیه،         
۲. ښوونیز مدیریت،
۳. د مکتب له مخکې او ابتدايي زده کړو تعلیم او تربیه.

تر ۱۴۰۳ هـ.ش کال پورې، دې پوهنځي په لیسانس کچه پنځلس دورې د تعلیم او تربیې، شپږ دورې د ښوونیز مدیریت، او شپږ دورې د مکتب له مخکې او ابتدايي زده کړو د فارغانو ټولنې ته وړاندې کړي دي.         
اوس مهال، محصلان د دې پوهنځي په دریو برخو کې (عمومي تعلیم او تربیه، د مکتب له مخکې او ابتدايي زده کړو تعلیم او تربیه، او ښوونیز مدیریت) له اول څخه تر څلورم ټولګي پورې زده کړې کوي.
همداراز، دا پوهنځی یوه کوچنۍ کتابخانه، او د درېیو برخو د محصلینو لپاره ۸ درسي صنفونه لري.

د ماسټرۍ لومړنی پروګرام د ۱۳۸۷ هـ.ش کال په ترڅ کې د HEP پروژې مالي ملاتړ او د ماساچوست پوهنتون همکارۍ له لارې د تعلیم او تربیې په برخه کې رامنځته شو.      
همداراز، د ۱۳۹۵ هـ.ش کال په ترڅ کې د USWDP،  USAID او د ماساچوست پوهنتون د مالي او علمي ملاتړ له لارې د ښوونیز مدیریت او رهبري ماسټرۍ پروګرام رامنځته شو، چې د ۱۳۹۶ هـ.ش کال په ترڅ کې یې خپل لومړني فارغان ټولنې ته وړاندې کړل.

لیدلوری

د ښوونې، روزنې او مسلکي علومو پوهنځی د مسلکي تعلیم او تربیې د انکشاف لپاره ژمن دی، او هڅه کوي چې د نوې علمي مفاهیمو، بنسټیزو او تطبیقي څېړنو له لارې، د ملي او سیمه‌ییزو معیارونو پر بنسټ، د اسلامي عقایدو او ارزښتونو په رڼا کې، د کیفیت لرونکي زده کړو فرصتونه برابر کړي.

رسالت (ماموریت)

دا پوهنځی د لوړ کیفیت لرونکي تحصیلاتو د وړاندې کولو یو معیاري مرکز دی، چې د ښوونې، روزنې، ښوونیز مدیریت، او د مکتب له مخکې او ابتدايي زده کړو برخو کې د لیسانس، او د تعلیم، رهبري او ښوونیز مدیریت په برخو کې د ماسټرۍ پروګرامونه وړاندې کوي، ترڅو د افغانستان د تعلیم او تربیې سیستم مسلکي اړتیاوې پوره کړي.

ارزښتونه

د ښوونې، روزنې او مسلکي علومو پوهنځي لپاره تر ټولو مهم ارزښتونه دا دي، چې داسې محصلان ټولنې ته وړاندې کړي، چې لاندې وړتیاوې ولري:

  • د ملي او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ روزنه؛
  • د علمي او عملي معیارونو سره سم، د هېواد د اړتیاوو مطابق زده کړه؛
  • د کارموندنې وړتیا، ترڅو فارغان وکولی شي د نوښت له لارې دنده رامنځته کړي؛
  • د پوهې، زغم، متقابل احترام، او ټولنیز مسوولیت پر بنسټ، د متعهدو او روڼ اندو اتباعو روزنه؛
  • د نړیوالو علمي پرمختګونو سره همغږي او د ملي او سیمه‌ییزو ښوونیز اړتیاوو پوره کول.

د پوهنځي اساسي موخې

د افغانستان د ښوونکو د روزنې موسساتو لپاره پیداګوژیکي کادرونه چمتو کول؛            
د مکتب له مخکې زده کړو لپاره ښوونکي او مدیران روزل؛            
د ښوونیز او روزنیزو چارو لپاره تخصصي کارپوهان روزل؛             
د وړ ښوونکو او ښوونیزو روزونکو روزنه، ترڅو د زده کړې په مرکزونو کې تدریس وکړي؛           
د ښوونیز نظامونو د رهبري او مدیریت لپاره متعهد او متخصص مدیران روزل؛
د ښوونیز پلان جوړونې، درسي نصاب پراختیا، او د ښوونیز پروګرامونو ارزونې لپاره مسلکي کارپوهان روزل؛ 
د تعلیم، مدیریت، او ښوونیز رهبري په برخه کې د ماسټرۍ په سویه متخصص کادرونه روزل.

د پوهنځي د فارغینو وړتیاوې او د کار ساحې

  • د دې پوهنځي فارغین کولی شي د نصاب د طرح، انکشاف او ارزونې په پروګرامونو کې د معارف وزارت، لوړو زده کړو وزارت او نورو ښوونیز بنسټونو کې دندې ترلاسه کړي؛
  • د روزنیزو پروګرامونو او ښوونیز موسسو په مختلفو کچو کې د مدیریت، رهبري او پلان جوړونې وړتیا؛
  • د دې پوهنځي فارغین کولی شي د عامه ښوونځیو د ښوونکو د مسلکي نظارت په پروګرامونو کې استخدام شي؛
  • د تدریس د میتودونو او مسلکي مسایلو لارښود او روزونکی؛
  • د علمي څېړنیزو مرکزونو کې د فعالیت وړتیا؛
  • د ښوونکو د روزنې په موسسو (عالي او نیمه عالي) کې د تدریس وړتیا؛
  • د دولتي او خصوصي ادارو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو ښوونیز پروګرامونو کې د فعالیت وړتیا؛
  • د سواد زده کړې په پروګرامونو، په ځانګړې توګه د لویانو د زده کړې په برخه کې فعالیت؛
  • د تعلیم او تربیې د مسایلو ملي او سیمه‌ییز کارپوه؛
  • د کورنۍ او ماشوم د روزنې مشاور؛
  • د وړکتونونو (شیرخوارګاه، کودکستان او آمادګي) د ښوونکي او مدیر په توګه کار کول.

جدول (۱): د ۱۴۰۳ کال لپاره د پوهنځي د علمي کادر د غړو شمېر د تحصیلي درجې له مخې

تحصیلي درجه

د لیسانس علمي کادر

د ماستر علمي کادر

د دوکتورا علمي کادر

مجموعه

تعداد

۲

۱۸

۴

۲۴

 

 

 

جدول (۲): د ۱۴۰۳ کال لپاره د پوهنځي د علمي کادر د غړو شمېر د علمي رتبې له مخې

علمي رتبه

نوماند پوهنیار

پوهنیار

پوهنمل

پوهندوی

پوهنوال

پوهاند

مجموعه

تعداد

۲

۱۰

۶

۳

۳

۰

۲۴

 

 

 

د پوهنځي د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو لنډیز (۱۴۰۱۱۴۰۳)

علمي – تحقیقي فعالیتونه، کنفرانسونه او د استادانو علمي آثار

الف) علمي – تحقیقي مقالې:               
۱. د پوهنځي استادانو لخوا د "پیام معرفت" علمي – تحقیقي مجله کې د ۱۲ داخلي مقالو وړاندې کول او نشرول؛  
۲. د پوهنځي استادانو لخوا په نړیوالو ژورنالونو کې د ۱۷ نړیوالو مقالو وړاندې کول او نشرول.

ب) علمي کنفرانسونه:            
۳. د افغانستان د ښوونیز او تحصیلي بنسټونو د ښه والي ملي کنفرانس (دلو ۱۴۰۲) کې د ۱۰ مقالو وړاندې کول؛    
۴. د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون په کچه د پوهنځي استادانو ۱۱ علمي – تحقیقي کنفرانسونه.

ج) د استادانو علمي آثار:     
۵. د ۴ ژباړل شوي آثار چاپ؛ 
۶. د ۶ تحقیقي آثار چاپ؛      
۷. د ۱ تألیفي اثر چاپ.

اکادمیک فعالیتونه

  • د ښوونیز پلان جوړونې د ماستري پروګرام رامنځته کول؛         
    ۲. د ښوونیز پالیسي او پلان جوړونې د لیسانس پروګرام د رامنځته کولو وړاندیز پروسه تکمیلول؛            
    ۳. د لیسانس تحصیلي نصابونو ته بیا کتنه او اصلاح، د ګاونډیو هیوادونو د تعلیم او تربیې د متخصصینو له خوا؛     
    ۴. د لوړو زده کړو وزارت له خوا د اعتبار ورکولو سند د دریم پړاو د ارزونې بریالی بشپړول؛   
    ۵. د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا علمي کنفرانس (حوت ۱۴۰۱) کې د استادانو ګډون؛         
    ۶. د "د افغانستان د ښوونیز نظام زیانونه" سیمینار (۱۰/۹/۱۴۰۳، پوهنتون خاتم‌النبیین) کې د دوو استادانو ګډون؛    
    ۷. د لاهور پوهنتون (پاکستان) کې د تحقیق د روزنې ورکشاپ کې د یوه استاد ګډون (۱۴۰۲)؛              
    ۸. د "غوره تدریس" تر سرلیک لاندې د محصلانو ترمنځ د علمي سیالیو ترسره کول (۱۴۰۲)؛
    ۹. د محصلانو د معرفي پروګرام بریالی ترسره کول؛ 
    ۱۰. د محصلانو لپاره د باکیفیته تدریس چمتو کول؛
    ۱۱. د افغانستان د ښوونیز او تحصیلي بنسټونو د ښه والي ملي کنفرانس (۱۴۰۲) کې د ۱۰ مقالو وړاندې کول؛        
    ۱۲. د پوهنځي د علمي کادر د تحصیلي سویې لوړول؛           
    ۱۳. د علمي مقالو، کنفرانسونو او تیرو موضوعاتو له لارې د علم تولید کې فعال ونډه اخیستل؛
    ۱۴. د پوهنځي او درې ګوني دیپارتمنتونو کتالوګ ته بیا کتنه، اصلاح او د رسمي مراجعو لخوا تایید ترلاسه کول؛   
    ۱۵. د اسلامي ثقافت او د شیخانو د دروسو ۲۴ کریډیټي مضامین تنظیمول او تطبیقول؛           
    ۱۶. د دوو استادانو علمي رتبه تثبیتول؛      
    ۱۷. د دوو استادانو علمي ترفیع ترلاسه کول؛            
    ۱۸. د پنځو نویو علمي کادر غړو جذبول؛
    ۱۹. د لیسانس درې واړه پروګرامونو (تعلیم و تربیه عامه، ښوونیز مدیریت، مخکې له مکتب او ابتدائیه تعلیم و تربیه) د دوراني ارزونې بشپړول؛
    ۲۰. د محصلانو د ورزشي ټیمونو جوړول او د پوهنتون په سیالیو کې ګډون؛           
    ۲۱. د پوهنځي د ستراتیژیک پلان د نظارت کمېټې جوړول او د داخلي کمېټو جوړښت ته بیا کتنه؛        
    ۲۲. استادان د ظرفیت لوړولو ورکشاپونو ته معرفي کول؛          
    ۲۳. د پوهنځي د تدریسي او اداري دفترونو لپاره د لازمو امکاناتو برابرول؛              
    ۲۴. د معلوماتي ټکنالوژۍ سیستم (HEMIS) تطبیق او د محصلانو د ثبت څارنه؛   
    ۲۵. د ۲۶۶ محصلانو لپاره د تحصیلي اسنادو (دیپلوم او جدول نمرات) ترتیب، تهیه او توزیع؛
    ۲۶. د کارآموزۍ محصلانو د مختلفو ادارو سره معرفي کول؛   
    ۲۷. د قوانینو، احکامو، لوایحو او طرزالعملونو تطبیق؛              
    ۲۸. د دیپارتمنتونو کریکولمونه د HEMIS سیستم ته ثبتول؛    
    ۲۹. د پوهنځي کلني پلانونه تطبیقول او د تطبیق د راپورونو وړاندې کول؛
    ۳۰. د لوړو زده کړو وزارت له خوا د پوهنځي لپاره د لابراتواري موادو تدارک؛       
    ۳۱. د محصلانو امتحانونه د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو مطابق ترسره کول؛        
    ۳۲. د HEMIS سیستم کې د صنوفو او دیپارتمنتونو ثبتول؛      
    ۳۳. د پوهنتون د زرغونتیا او شین چاپېریال پروګرامونو کې فعال ګډون.