د چاپېریال ساتنې د څانګې مخینه او پېژندنه
د چاپېریال ساتنې د څانګې مخینه او پېژندنه
د څانګې لنډه پېژندنه:
د د چاپېریال ساتنې د ستونزو د حل لپاره، د چاپېریال ساتنې څانګه د طبیعي علومو په پوهنځي کې تاسیس شو. تر څو د نن ورځې مسلکي اړتیاو ته ځواب ووايي او د چاپېریال ساتنې د ستونزو په مدیریت او د مخنیوي حل لارې وړاندې کړي. دا څانګه پر دې سربېره چې په چاپېریال ساتنه کې مسلکي کادرونه روزي، په د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې یو مضمون د دوو کرډیټونو ارزښت تدريسوي. د چاپېریال ساتنې فارغان په ساینسي او محيط زيستي برخو کې اکاډميک او مسلکي صلاحيتونه لري. په دې څانګه کې اوس مهال (11) استادان د دوکتورا او ماستري د درجې سره د پوهنیار تر پوهندوی پورې علمي رتبو کې پر تدریس مصروف دي.
د څانګې مخینه:
د چاپېریال ساتنې څانګه لومړی ځل په ۱۳۹۰ ل. ل کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کې د طبیعي علومو په پوهنځي کې تاسیس شوه. دا څانګه د کمیت او کیفیت له پلوه په پوهنتون کې د طبیعي علومو د پوهنځي له مهمو څانګو څخه وه.
د چاپېریال ساتنې څانګې لید لوری او ماموریت:
لید لوری:
د چاپېریال ساتنې څانګه د پوهنتون او پوهنځي د لید لوري سره سم، په ښوونه او روزنه کې پرمختګ ته ژمنه ده. مسلکي استادان او د اړتیاوو ځواب ویونکي محصلان او څېړونکي تیاروي او په ښوونه او روزنه کې عصري تګلارې رامنځته کوي. همدارنګه، دا څانګه په هېواد او سیمه کې د مختلفو محيط زيستونو په برخه کې د لوړ کیفیت ښوونیزو او څېړنیزو خدماتو وړاندې کولو کې مهم رول لري، تر څو د پایدار اهدافو پر ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
ماموریت:
د چاپېریال ساتنې څانګې ماموریت دا دی چې د هېواد د تحصیلاتو عالي نظام پیاوړی او بنسټیز کړي. دا څانګه چاپېریال ساتنې په رشته کې تر لېسانس او حتی لوړ تر هغه پورې مسلکي استادان او متخصصان روزي ، ترڅو د ټولنې او د بازار د کار اړتیاوو ته ځواب ووايي.
د چاپېریال ساتنې څانګې عمده عمده:
د دې څانګېعمده موخې د تدريس، څېړنې او چاپېریال ساتنې د علم پرمختګ دي، په ځانګړې توګه د ملي او نړیوالو اړتیاو په پام کې نیولو سره.
ښوونیزې موخې:
د چاپېریال ساتنې د څانګې عمده موخې دا دي، چې ځوان، متخصص او متعهد کادرونه وروزي؛ ترڅو د طبیعي میراثونو ساتنه، تلپاتې پرمختګ، د طبیعی منابعو مساويانه استفادې او د محيط زيست د تخريب مخنیوي لپاره هڅې وکړي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره لاندې فرعي موخې ټاکل شوي دي:
- د معارف وزارت لپاره د چاپېریال ساتنې په برخه کې مسلکي ښوونکو او متخصصینو روزل.
- دوی ته د وسایلو برابرول ترڅو د منابعو تولید او تلپاتې استفادې او عادلانه وېش ته رسیدګي وکړي.
- په چاپېریال ساتنه کې مثبت نظر او لیدلوری جوړول، تر څو د محيط زيست د مدیریت لپاره دوستانه عمل وکړي.
- د محيط زيست د ساتنې لپاره د دوی د مسؤلیت احساس تحریک کول او د محيط زيست د ساتنې لپاره هڅه کول.
د څېړنې اړوند موخې:
- د چاپېریال ساتنې په برخه کې متخصصینو او څېړونکو روزل.
- د طبیعی میراثونو د ساتنې لپاره د پوهې او مهارت پراخول، چې پکې د بایولوژیکي تنوع ساتنه هم شامله ده.
د څانګې د رول اړوند موخې:
- د محصلینو پیاوړتیا، ترڅو د نړیوالو لیدلوریو په اړه د تلپاتې راتلونکي لپاره سمې پرېکړې وکړي او دوی په نړۍ کې مسؤل او جوړونکي ښاروالان وګرځي.
د چاپېریال ساتنې د څانګې فعالیتونه او لاس ته راوړنې:
د چاپېریال ساتنې څانګې ځینې مهمې لاس ته راوړنې په لاندې ډول دي:
- د پوهنتون د وزارت د همکارۍ له لارې د څانګې د ښونیز پلان بیاکتنه.
- د عضوي سرې تولید سیستمونو ډیزاین او جوړول.
- د آوپونیک سیسټم ډیزاین او جوړول.
- په څانګه کې د شنو دیوالونو ډیزاین او جوړول.
- په پوهنتون کې د خلاصو او بندو تیراریمونو ډیزاین او جوړول.
- د چاپېریال ساتنې څانګې ښوونیز نصاب د ملي او بين المللي معیارونو مطابق نوي کول.
- د پوهنځۍ د پنځو استادانو ظرفیت لوړول تر څو دوکتورا او ماستري لوړو زده کړو لپاره هېوادونو او بهر ته واستول شي.
- د ښوونیزې پروسې لپاره د غوره نظم او انضباط رامنځته کول.
- د محصلینو لپاره د عملي کارونو ځای جوړول.
- په پوهنتون کې د تجربوي علمي څېړنو ترسره کول.
- د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره د وسایلو ډېزاین او جوړول.
- د پوهنتون د شینتیا په مدیریت کې فعاله ونډه اخیستل.
- د لکچر نوټونو بیاکتنه او نوښتونه.
- د محصلینو لپاره د تالیف شویو کتابونو چاپ او خپرول.
- د استادانو د علمي پرمختګ پر مهال وخت ته رسیدل.
- د محيط زيست د ساتنې څانګې کتلاک ترتیبول.
- د شاګرد محوري ښوونیز نظام پیاوړتیا.
- د څانګې لپاره د ستراتیژیک، عملیاتي او تطبیقي پلان بیاکتنه او ترتیب.
- د استادانو لخوا ربع وار کنفرانسونه وړاندې کول.
- د ټولګیو د ننګونو د حل لپاره د ټولګي استازو سره غونډې تنظیمول.
د چاپېریال ساتنې څانګې د راتلونکي پلانونه/ پروګرامونه
د چاپېریال ساتنې څانګې د راتلونکو پلانونو یا پروګرامونو ځینې مهم ټکي په لاندې ډول دي:
- تر پوهنځي پورې د څانګې لوړول.
- د دې څانګې د استادانو د تحصیلي کې د لوړولو لپاره د دوکتورا او ماسترۍ لپاره نورو هېوادنو لپاره لېږل.
- د ښوونیز نصاب تلپاتې پراختیا، ترڅو د هېواد په بازار کې د اړتیاو سره سمون ولري.
- د محصلینو جذب زیاتولو لپاره د ټولګیو ډېرول.
- د څانګې لپاره د مجهز لابراتوار جوړول.
- د ساحوي او تطبیقي څېړنو ترسره کول.
- په چاپېریال ساتنه کې د کتابونو تالیف او ژباړه.
- د اداري اسنادو ترتیب او ذخیره کول.
- د ورځني فعالیتونو سمبالول.
- د څانګې لپاره کتابتون جوړول.
- د نړیوالو پوهنتونونو سره د هوکړه لیکونو او تفاهم لیکونو د لاسلیک کولو هڅه، تر څو د څانګې د پراختیا او پرمختګ لپاره همکاري زیاته شي.
د محيط زيست ډيپارتمنټ تشکیلاتي چارټ