دکابل د ښوونې او روزنې پوهنتون
د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه به راتلونکو پينځو کلونو کې په ملي او سيمهييزه کچه د پښتو ژبې او ادبياتو د تدريس، څېړنو او ژباړې له لارې منلی او پېژندل شوی ادرس وي.
د پښتو ژبې او ادبياتو څانګه د ځوان نسل روزنې لپاره مومن، ملي ګټو ته ژمن، کارپوه او مسلکي ښوونکي روزي، د ژبې او ادبياتو د ودې او بډاينې لپاره ټولنې ته د څېړونکو، ليکوالو، ژباړونکو، په ژبنيو، ادبي، کلتوري او ټولنيزو مسايلو پوه او مسلکي کسانو روزل خپل ماموريت ګڼي.