د نوروز د لرغوني جشن نمانځنه

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۴:۹
th

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون فرهنګي شورا د روان کال د وري میاشتې په ۴مه نېټه د نوروز لرغوني جشن په مناسبت په اډېټوریم کې غونډه جوړه کړه. د دې غونډې ویاندويي د فارسي ادبیاتو محصل حشمت‌الله ندیم او د پښتو څانګې محصلې نازیې اندړ وکړه.

دغه غونډه د پوهنتون یوې محصلې خدیجې ولي‌زاده د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل کړه، ورپسې د پوهنتون څو محصلانو د هېواد ملي سرود اجرا کړ.

د غونډې په دوام د طبیعي علومو د پوهنځي رئیس پوهنوال محمد حسین ندا د نوي کال د ورځې په مناسبت د پوهنتون د مشرتابه پلاوي د مبارکۍ پیغام واوراوه. استاد ندا د نوروز مبارکي وویله او په تېر کال کې یې د پوهنتون ځینې لاسته‌راوړنې یادې کړې؛ استادان او محصلان یې څېړنې، علمي لاسته‌راوړنو او پوهې پراخولو ته لا ډېر وهڅول. ښاغلي ندا د خپلې وینا په پای کې د دغه فرهنګي محفل د جوړولو په خاطر د فرهنګي شورا د مسؤولې ډاکتر دینا محسني نه مننه وکړه.

ورپسې د دري څانګې محصل عظیم‌الله صمدي او د پښتو څانګې محصلې ریحانې امیني په ګډه دوه‌بیتۍ او لنډۍ وویلې. ورپسې څو محصلانو د سمنک سندره اجرا کړه او استاد شمس غزنوي د تنباکو ګل کیسه واوروله.

د پروګرام بله برخه تمثیلي پارچه وه چې د ادبیاتو او ارواپوهنې پوهنځیو محصلانو اجرا کړه.

د دې تر څنګ د ماسټرۍ محصلې فروهر نادمیان او د پښتو څانګې د درېیم ټولګي محصلې ناجیې معصومي خپل شعرونه دکلمه کړل.

د فارسي ادبیاتو محصلې فرشتې اماني خپل ادبي مطلب وړاندې کړ. همدا راز د فارسي ادبیاتو محصلانو محمد رفیع رافع او آغلې دیبا په ګډه موسیقي هم اجرا کړه.

ورپسې د بدني روزنې محصلانو ورزشي حرکتونه وکړل او د پښتو څانګې محصلانو اتڼ وکړ.

په پای کې د ارواپوهنې پوهنځي رئیسې زهرې ولید غونډه راټولوله کړه او محفل ختم شو.

د دغه پروګرام په دوام په همدې ورځ د نوروز په مناسبت د پوهنتون د دري څانګې په کتابتون کې د شعر محفل جوړ شو. دغه محفل هم د پوهنتون فرهنګي شورا، د ادبیاتو پوهنځي فرهنګي کمېټې او د دغه پوهنتون محصلانو جوړ کړی و.

د دغه پرګرام ویاندويي د فارسي څانګې محصلې حمیدې خاوري کوله. غونډه د قرآن‌کریم په تلاوت پیل شوه او ورپسې د ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهاند نورمحمد احمدزي وینا وکړه. ښاغلي احمدزي وویل چې نوروز او دغه لرغونی دود باید ژوندی شي او د فرهنګ پر ساتنه یې ټینګار وکړ.

د غونډې په دوام د ماسټرۍ پروګرام آمر پوهاند فضل‌الحق فضل د فردوسي د شاه‌نامې ځینې شعرونه دکلمه کړل.

ورپسې پوهاند حشمت‌الله سحاب د پسرلي په اړه خپل شعر دکلمه کړ.

د پروګرام په دوام د دري ادبیاتو د ماسټرۍ محصل محمد حسن فهیمي خپل غزل واوراوه.

ورپسې د فارسي برخې د لېسانس دورې محصلې پروانې نوري یو متن ولوست.

همدا راز د فارسي ادبیاتو د ماسټرۍ دورې محصلانو احسان‌شاه الفت او مسعودې صدیقي د نوروز په اړه خپل شعرونه دکلمه کړل.

دغه محفل د ترکي ادبیاتو د محصلې مهریې رحماني او د تربیتي او مسلکي برخې د محصلې قدسیې صدیقي د شعر په دکلمې سره دوام وکړ.

د فارسي برخې محصلانې سکینه ادیب او فاطمه سادات دوې نورې آغلې وې چې شعرونه یې دکلمه کړل او محفل یې ښکلی کړ.

د ناستې په پای کې پوهنوال حسن‌شاه رحیمي د نوروز د لرغونتیا پر اهمیت خبرې وکړې او غونډه خلاصه شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS