د محصلانو چارو د معینیت شورا لومړۍ جلسه د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو د معین ښاغلي پوهندوی سید فرهاد شهید زاد تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.

keu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۹:۶
sdsd

د محصلانو چارو د معینیت شورا لومړۍ جلسه د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو د معین ښاغلي پوهندوی سید فرهاد شهید زاد تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.

د محصلانو چارو معین ښاغلي پوهندوی سید فرهاد شهید زاده د جلسې له غړو سره د محصلانو د خدماتو د څرنګوالي پر انسجام، د محصلانو پر تبدیلۍ، د لوایحو او مقرراتو په تنظیم او همداراز د بورسیو په چارو بحث او د نظر تبادله وکړه .

په دې غونډه کې د مراجعینو د خدماتو په چټکتیا، کاري اسانتیاوو او د مقرراتو مطابق د کارونو پر اجرا خبرې وشوې، تصمیم ونیول شو څو د خصوصي پوهنتونو د یوې کمیټې په زیاتولو سره، د خصوصي بنسټونو د محصلانو چارو اړوند موارد هم په راتلونکې ناسته کې په پام کې ونیول شي.

د محصلانو چارو د شورا غونډه د محصلانو چارو معین ښاغلی پوهندوی سید فرهاد شهید زاده، د لوړو زده کړو وزارت سلاکار ښاغلي پوهاند دکتور بری صدیقي، د خصوصي او دولتي چارو د محصلانو ریاستونو رئیسان ، د خارج مرز اسنادو د ارزونې او بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم او د محصلانو د چارو د خدماتو آمریت برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS