د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نداء محمد “ندیم” د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له محصلینو سره د دیني او اصلاحي درسونو د پیل په پار ولیدل!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۰:۳۲
ggg

چهارشنبې ورځ د ۱۵/۶/۱۴۰۲هــ.ش چې له ۲۰/۲/۱۴۴۵ هــ.ق نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي نداء محمد “ندیم” د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له محصلینو سره د دیني او اصلاحي درسونو د پیل اړوند لیدنه وکړه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، لوړو زده کړو د دعوت او ارشاد رئیس، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، د پوهنتون معاونینو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو ګډون درلود.

لومړی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر صاحب او راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له ښاغلي وزیر صاحب څخه مننه وکړه، چې یاد پوهنتون ته یې تشریف راوړ او له محصلینو سره یې له نېږدې لیدنه وکړه.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ مولوي شاکرالله "وحدت" په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت د وزیر صاحب د راتګ موخې او هدف اړوند وضاحت ورکړ او محصلینو ته یې د فکري روزنې په برخه کې اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه یې محصلینو ته وویل: چې د لوړو زده کړو وزارت علماء او شیوخ به محصلینو ته دیني او اصلاحي درسونه پیل کړي او یاد درسونه به د علماوو او شیخو لخوا په افتخاري توګه پیل شي.

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نداء محمد "ندیم" په خپلو خبرو کې محصلینو ته د دیني ارشاداتو، اعمالو، اخلاقو او مکلفیتونو په برخو کې اړیني سپارښتنې وکړې زیاته یې کړه، چې تاسو د هېواد سرمایه یاستئ، د هېواد آبادول پر تاسو دي ځانونه د اسلام دین په احکامو برابر کړئ او په خپلو تحصیلي رشتو کې کوښښونه وکړئ او د عصري علومو ترڅنګ ديني علومو ته هم متوجه شی.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS