د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا
د لوړو زده کړو وزارت ټولو کارکوونکو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو رییسانو، استادانو، اداري کار کوونکو او د هېواد ټولو علمي کادرونو ته خبر ورکول کیږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري سبا د یکشنبې په ورځ، چې د محرم الحرام له ۲۱ او د سنبلې له ۷ نېټې سره سمون لري، د لویې جرګې په تالار کې یوه ستره علمي غونډه تر سره کړي.
نو د ټولو دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو مسوولانو او د زده کړیالانو ټولو اتحادیو او بهیرونو ته بلنه ورکول کېږي، چې په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
همدارنګه د رسنیو درنو استازو ته هم بلنه ورکول کېږي چې د دغې ناستې د خبري پوښښ په موخه یاد ځای ته راشي او ویاړ راوبښي.
وخت: (۸:۳۰)
ځای: د لویې جرګې تالار د کابل پولي تخنیک پوهنتون