د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کرونا د واکسین بهیر پیل شو

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۵:۳۵
gghg

د کرونا ویروس د جانسون امریکايي ډول واکسین د تطبیق بهیر د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۳یمه نېټه د یکشنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ټیم له‌خوا د پوهنتون د مشرتابه پلاوي په حضور کې رسماً پیل شو.

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما د پوهنتون محصلانو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د واکسین د تطبیقولو لپاره د عامې روغتیا وزارت له روغتيايي ټیم څخه مننه وکړه. د پوهنتون رئیسې په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د واکسین د تطبیق بهیر باید چټک شي او د پوهنتون له محصلانو، استادانو او کارکوونکو یې وغوښتل چې د خپل ځان او کورنیو د خوندیتوب لپاره واکسین وکړي او له دې وژونکې ناروغۍ په امن شي.

ورپسې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په څلورو جلا ځایونو کې د پوهنتون محصلانو، استادانو او کارکوونکو ته د کرونا د واکسین تطبیق پیل شو او تر یوې اونۍ پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS