د بیولوژي څانګه

سریزه:

په تېرو څو لسیزو کې د بیولوژي تدریس د پخوا پر پرتله ډېر پرمختګ کړی دی. بیولوژي اساساً د ژوند علم دی چې په زولوژي (د حیواناتو مطالعه) او بوټاني (د نباتاتو مطالعه) باندې تقسیم شوی دی. بیولوژي یوازې د ژوند بنسټونو، مورفولوژيکي، اناتوميکي، فزیولوژيکي جوړښتونو، نباتاتو او حیواناتو په اړه پوهه نه وړاندې کوي، بلکې د طب، زراعت، مالیکولي بیولوژي، بیوټیکنالوژي، جنیټیک انجینرۍ، د حیواني، نباتي او بشري ناروغیو د تشخیص طریقو په شمول بېلابېلې برخې هم رانغاړي. همدارنګه، عمومي بیولوژي په خپله د فزیک، کیمیا او ریاضي سره تړلی پرمختګ کړی دی.

اوس د بیولوژي د تدریس موخه دا ده، چې بیولوژي د ساینس یوه بشپړه او نه جلا کېدونکې څانګه وي، چې په ټولو درسي پروګرامونو کې، په ځانګړې توګه په ښوونځیو کې په بېلابېلو کچو تدریس شي.

په پیل کې به د بیولوژي عمومي تدریس به محصلانو سره مرسته وکړي؛ تر څو د اناتومي، فزیولوژي، مورفولوژي، سایټولوژي او د حیواناتو او نباتاتو د طبقه بندۍ بنسټیز مفاهیم زده کړي. همدارنګه، د نباتاتو، حیواناتو، او مایکروبونو اقتصادي اهمیت په زراعت او صنعت کې د موادو د خوراکي، استوګنې، او کالیو منابعو په توګه، او همدارنګه د مختلفو ژوندیو پدیده ګانو په اړه معلومات ورکړي.

د بیولوژي تدریس د ژوندیو موجوداتو د پېژندلو او د هغوی د فزیکي او ټولنیز چاپیریال سره اړیکو پوهه پیاوړې کوي.

د بیولوژي څانګې لنډه پېژندنه:

د بیولوژي څانګه له یو لړ استادانو څخه جوړه شوې ده، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځی یوې برخې په توګه د بیولوژي په برخه کې تدریس، څېړنه او محصلانو ته مشورتي، فرهنګي او ټولنیز خدمات وړاندې کوي. دغه فعالیتونه په دریو وختونو (سهار، ماسپښین او شپې) ترسره کېږي.

د بیولوژي څانګه خپل فعالیتونه د یو منظم پروګرام په چوکاټ کې تنظیموي، چې د ورځنیو محصلانو لپاره اته سمسترونه او د شپې محصلانو لپاره لس سمسترونه ځانګړي شوي دي. دغه څانګه د ټولنې لپاره پر کچه د لېسانس مسلکي ښوونکي روزي.

په دې څانګه کې تدریس شوي دروس عملي او تیوريکي اړخونه لري او محصلانو ته د پیداګوژۍ او علمي څېړنو له پلوه د کاري ظرفیتونو لپاره چمتو کوي.

په اوسنیو شرایطو کې، د بیولوژي څانګې د استادانو تجربه لرونکو لخوا د لېسانس، ماستر او دوکتورا په کچه تدریس کېږي، چې د پوهنیار څخه تر پوهنوال رتبې پورې علمي رتبې لري. په دې څانګه کې اوس مهال لس استادان فعالیت کوي.

د څانګې مخینه:
د څانګې مخینه د تربیه معلم د اکاډمۍ جوړېدو ته ځي او وروسته د کابل پیداګوژۍ انستیتوت او بیا د دغه انستیتوت د کابل د ښوونې او رزونې پوهنتون ته پر بدلولو سره ارتقا کړې ده.

د دې څانګې د استادانو د یوه سمستر په اوږدو کې لاندې وظایف ترسره کوي:

  1. تدریس
  2. د بیولوژي د کتابونو تألیف او ژباړه
  3. څېړنه
  4. د درسي مفرداتو اړوند لکچر نوټونه چمتو کول
  5. له محصلانو سره علمي کار
  6. په تدریس او څېړنه کې د ټکنالوژۍ کارول
  7. د شپې فیس له لارې عاید ترلاسه کول
  8. له درسونو پرته په ټولنه کې د څانګې رول
  9. د محصلانو له لارې د مراجعینو او خارجي منابعو سره اړیکه نیول او قراردادونه او مرستې ترلاسه کول
  10. د نویو استادانو او محصلانو ته لارښوونه
  11. په علمي غونډو، کمېټو او ټولنیزو او اداري فعالیتونو کې ګډون کول
  12. د علمي کنفرانسونو او سمینارونو وړاندیز کول ترڅو د علمي پرمختګ لپاره شرایط پوره شي
  13. د بیولوژي علم په اړه د نویو لیدلورو شریکولو لپاره د استادانو او محصلانو سره علمي کنفرانسونه او سمینارونه وړاندې کول.

د بیولوژي څانګې د محصلینو د یوه سمستر دندې:

  1. په ټاکلو ساعتونو کې په ټولګي کې فعاله حاضري.
  2. د کتابتون او انټرنیټ په کارولو سره د تحقیقي او علمي فعالیتونو ترسره کول.
  3. د استادانو او لابراتور مسئولینو سره په ګډه د لابراتواري فعالیتونو ترسره کول.
  4. علمي سفرونو ته تلل.
  5. د پوهنتون ټولنیزو، کلتوري او ورزشي کمېټو کې ګډون کول.
  6. په پوهنتون کې د کلتوري محافلو کې ګډون کول.
  7. له ټولګیوالو سره متقابلههمکاري.
  8. د اړونده مشاور استادانو او څانګې سره همکاري.
  9. د تدریس د برنامو پلي کول.
  10. د لیسانس دورې پایلیک د استادانو د لارښوونې او همکارۍ سره لیکل.

د بیولوژي د ډیپارتمنټ تعلیمي پلان کې شامل مضامین د بنسټیزو، ځانګړو، اختیاري او مسلکي مضامینو په کټګوریو کې د( ۱۴۱) کریډیټونو سره ترتیب شوي او پرمخ وړل کېږي.

د بیولوژي د څانګې لیدلوری:

د بیولوژي څانګې موقعیت له اوسني حالت څخه د مطلوب حالت ته لوړول، تر څو دا د یو غوره څانګې په توګه د بیولوژي محصلانو روزنه وکړي، چې د اوسني وخت او ټولنې اړتیاوو سره سم او د ملي او نړیوالو اکاډمیک معیارونو په پام کې نیولو سره وي.

د بیولوژي څانګې ماموریت

د بیولوژي څانګې ماموریت لري، چې پر ملي او نړیواله کچې له مخې، د نوې تعلیمي نصاب په شمول د منلو وړ اکاډمیک پروګرامونه وړاندې کړي، تر څو په بیولوژي کې مسلکي او متخصص استادان او ښوونکي و روزل شي، ترڅو د لوړو تحصیلي موسسو، د ښوونکي روزنې مؤسسو، د هېواد ښوونځیو او نورو خصوصي موسسو اړتیاوې پوره کړي.

د بیولوژي د څانګې رسالت

د بیولوژي څانګه رسالت لري چې لاندې کارونه ترسره کړي:

  1. د لیسانس کچې تعلیمي خدمات د بیولوژي په برخه کې د ښوونځیو فارغانو او د دارالمعلمین فارغانو ته، همدارنګه د کابل ښار د ښوونځیو ( دولتي او خصوصي دواړو) د موجوده ښوونکو ته وړاندې کړي.
  2. پر کمیت او کیفیت تمرکز وکړي.
  3. د ملي او نړیوالو اکادمیکو مؤسسو سره د پوهنتون له لارې اړیکې ټینګول.
  4. د استادانو او محصلانو لپاره د مدرنې څېړنې زمینه برابرول.
  5. له څانګې څخه د بیولوژي د تدریس، روزنې او څېړنې یو مرکز جوړول.

د بیولوژي څانګې موخې:

  1. د بیولوژي په مختلفو برخو کې د ټولو محصلانو لپاره د کیفیت لرونکي تدریس، څېړنې او روزنې رامینځته کول.
    • د عصري او پرمختللي تعلیمي نصاب معرفي کول.
    • د درسي کتابونو او لکچر نوټو ترتیبول او د معتبر داخلي او خارجي منابعو معرفي کول.
    • په هر ټولګي کې د محصلانو د لارښوونې لپاره استادان ټاکل.
  2. د تدریس،  څېړنې او روزنې کیفیت پراخول او ښه کول.
    • د څانګې د استادانو د پوهې کچه د ماستري او دوکتورا تر سطحې لوړول.
    • د پوهنتون د مسلکي پراختیا د دفتر او د ماستري پروګرام له لارې، استادان د تدریس د نوې میتودولوژیو سره اشنا کول.
    • د بیولوژي استادانو ته د بیولوژي سافټویرونو او آنلاین منابعو کارونې طریقې زده کول.
    • په سیمینارونو، ورکشاپونو او ښوونیزو کورسونو کې د استادانو ګډون.
    • د انګلیسي ژبې د روزنې زمینه برابرول.
  3. د معاصرې ټکنالوژۍ او تعلیمي پروګرامونو د سیستماتیکې کارونې زمینه برابرول.
  4. د بیولوژي لابراتور او معاصرو ټکنالوژۍ د جوړولو او تجهیز کولو غوښتنه.
  5. د پاورپواینټ د تدریس لپاره هڅې کول.

د بیولوژي د څانګې ارزښتونه او امکانات

  1. د علمی کادر غړي چې تر ډاکټرا (PhD) پورې تحصیل کړې وي.
  2. استادان چې په خپل مسلک، دنده او وخت پابند وي.
  3. د بیولوژي لابراتوار، چې تر یوه حده تجهیز شوی او د علمي درسي مضامینو لکه نباتات، زولوژي، مایکروبایولوژي، اناتومي او نورو تخصصي مضامینو د تجربو ترسره کولو لپاره مناسب دی.
  4. د پوهنتون په نوې او 100 اتاقه ودانۍ کې څلور درسي ټولګي شته.
  5. د 1398 کال د ښوونیز نصاب معیاري او بیا کتنه شوې.
  6. د ټکنالوژۍ په مرسته، د عملي او نظري درسونو وړاندې کول.
  7. استادان په علمي، مسلکي، یو بل ته د احترام او قوانینو ته د درناوي په ساحو کې همکار دي.

د بیولوژي څانګې د ارزښتونو اساس:

د بیولوژي څانګه د خپلو موخو، غوښتنو او سازماني کړنو لپاره یو لړ مهم ارزښتونو باندې تکیه کوي او دغه ارزښتونه د خپلو پلانونو او کړنو لپاره سرخط ګرځوي. دا ارزښتونه عبارت دي له:

  • تخصص او شایسته سالاري
  • تعهد او مسؤولیت منل
  • په ښوونیزو او څېړنیزو فعالیتونو کې نوښت او ابتکار.
  • په ټولو اړخونو او فعالیتونو کې  کیفیت ته پام.
  • د همکارۍ او ډلییز کار روحیې باندې ټینګار.

راتلونکو پلانونو او پروګرامونو ته لنډه کتنه:

  1. د بیولوژي څانګې پر پوهنځي بدلول.
  2. د بیولوژي د ماستري پروګرام جوړول.
  3. د دې څانګې استادان د خپلې ښوونیزې کچې لوړولو لپاره د ماستري او دوکتورا لپاره په سیمه او نړۍ کې د تحصیل لپاره واستول شي.
  4. د ښوونیز نصاب دوامداره پراختیا چې د هېواد د بازار اړتیاو سره سم وي.
  5. د محصلانو د جذب لپاره د ټولګیو ډېرول.
  6. د بیوشیمي او بیوفزیک لپاره د څېړنیز مرکز جوړول.
  7. د جینیټیک مشورتي مرکز جوړول.
  8. د مایکروبایولوژي، جینیټیک، بیوټکنالوژي، فزیولوژي او نباتاتو لپاره تخصصي او تجهیز شوي لابراتورونه جوړول.
  9. د ساحوي او تطبیقي څېړنو تنظیمول.
  10. په بیولوژي او ساینس کې د کتابونو تالیف او ژباړه.
  11. د اداري اسنادو فایل کول.
  12. په څانګه کې کتابتون جوړول.
  13. د څانګې د ودې او پراختیا لپار، د نړیوالو پوهنتونونو سره د هوکړه لیکونو او تفاهم لیکونو د لاسلیک کولو هڅه.

د بیولوژي څانګې تشکیل

4555