د اروا پوهنی پوهنځي

تاریخچه

د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د ارواپوهنې پونځۍ د (۱۳۸۳- ۱۳۹۲) پورې د یوه واحد په توګه د مسلکی تعلیماتو په پوهنځي کې فعالیت پیل کړ، خو د اړتیا پر اساس په (۱۳۹۳) کال کې دغه پوهنځۍ رسمأ د مسلکي تعلیماتو له پوهنځۍ بېله او د یوې نوې پوهنځۍ (اروا پوهنې) په نوم کار پیل کړ.

اوس مهال دغه پوهنځۍ په دوو دېپارتمنتونو ( عمومي ارواپوهنه او مشاورې او لارښوونه) په چوکاټ کې فعالیت کوي.

دغې پوهنځي په (۱۳۹۳) کال کې چې هغه مهال د مسلکي تعلیماتو یوه برخه وه (۱۹۶) محصلین او کله چې مستقله پوهنځۍ شوه په (۱۳۹۳)  کال کې(۱۷۶) در لودل.

 دغه شمېره په (۱۳۹۴) کال کې (۲۰۸) کسانو ته لوړه شوه

موخې

دا چې په مسلکي زده کړو کې د اروا پوهنې زده کړه او تدریس د ښوونې او روزنې د برخې د محصلینو لپاره اړینه ده نو د اروا پوهنې پوهنځۍ لاندې موخې تعقیبوي.

عمومي موخې

د عمومي اروا پوهنې، مشاورې او لارښوونې تعلیمي سېستم ته لاس رسی.

اختصاصي موخې

۱- د دې پوهنځۍ په اختصاصي پوهنځیو کې د ځوانو اروا پوهانو او مشوره ورکوونکو روزل، چې د اروا پوهنې په زده کړو سمبال وي.

۲- د مختلفو پوهنځیو د محصلینو اشنا کول د اروا پوهنې له مقدماتي او اړینو برخو سره.

اوسنی حالت

د اروا پوهنې پوهنځۍ اوس مهال په لاندې دوو برخو کې فعالیت کوي.

۱- د دې پوهنځۍ د لومړي ټولګي نیولې تر څلورم ټولګي لپاره د اروا پوهنې او مشاورې د بېلا بېلو مضامینو تدریسول.

۲- د ښوونې او روزنې  پوهنتون د (نه) پوهنځیو د محصلینو لپاره د اروا پوهنې او مشاورې د مضامینو تدریسول.

راتلونکی پلان

۱- د اداري دفتر تجهیز؛

۲- د پوهنځي د اداري تشکیل تکمیلول؛

۳- د پوهنځۍ د دېپارتمنتونو تجهیز؛

۴د پوهنځۍ د نصاب تکمیل البته د نوي او پرمختلي اوسني سېستم سره او دغه راز د روان دمرانۍ، فمینیزم او اومنیزم، جنس او جنسي صحت (نارینه او ښځینه) په ګډون.

۵- په نړیوال سټنډر باندې د لکچر نوټونو برابرول؛

۶- د کلینکي او اعتیاد د ېپارتمنتونو لپاره د نصاب برابرول؛

۷- د اعتیاد او کلینیکي دېپارتمنټونو جوړول؛

۸- د اروا پوهنې د لابراتوار جوړول؛

۹- د روانشناسۍ لپاره د څېړنې او ریسرچ مرکز جوړول؛

۱۰- د استادانو د علمي کار لپاره د اتاقونو جوړول

۱۱- د محصلینو لپاره د یوې مجهزې کتابخانې جوړول؛

۱۲- په سټنډر ډول د ټولګیو جوړول؛

۱۳- د عملي کدرونو لپاره د بستونو ایجادول

۱۴- د مخدره موادو، ښوونې، کار او ټولنیزو او عامې روغتیا وزارتونو سره د یوې ځانګړې هوکړې له مخې د اړیکو جوړول.

۱۵- د محصلینو د شخصي ستونزو د حل په موخه د مشورې د یوه مرکز جوړول؛

۱۶- د عملي کارونو د تر سره کولو په موخه د محصلینو لپاره د یوه ځانګړې کوټې جوړل؛

۱۷- د دیپارتمټونو د استادانو د علمي تحقیقاتو لپاره د مناسبو فرصتونو برابرول؛

۱۸- د محصلینو لپاره د زده کړوعملي، مسلکي او تخصصي ورکشاپونو جوړول.

۱۹- د عمومي ارواپوهنې او مشاورې په برخه کې د پوهنځۍ اړوند د یوې مجلې پرانیستل؛

۲۰- د پوهنځۍ لپاره  د یوې متخصصې، فرهنګي، ادبي، اموزشي او علمي فصلنامې ایجادول؛

۲۱- د محصلینو لپاره پر انټرنېټ د یوه سمبال انټرنېټ کلپ جوړول؛

۲۲- د اختصاصي محصلینو د ظرفیت لوړولو او ترننیګ لپاره د کورنیو او بهرنیو استادانو دعوتول؛

۲۳- د استادنو د جلسې لپاره په اړینو وسایلو د یوه سمبال اتاق جوړول تر څو وکولی شي دې برخې ته نور کسان هم جذب کړي.

۲۴- په اروا پوهنه پورې د اړوندو د معتبر علمي ازمایښتونو برابرول