دعوت او ارشاد څانګې مسؤولینو لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته اصلاحي سیمینار ترسره شو!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۴:۲۱
123545

شنبې ورځ د ۱/۵/١٤٤٦ ه.ق چې له ۱۳/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري، د دعوت او ارشاد څانګې مسؤولینو د خپلو اصلاحي غونډو په سلسله کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي محصلینو سره اصلاحي سیمنیار ترسره کړو.

یاد سیمینار د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

په یاده غونډه کې چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو په عمومي تالار کې جوړه شوې وه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، استادانو، دعوت او ارشاد څانګې مسؤولینو او اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ګډوون درلود.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شی/خ ال/حدیث سید بشیرآغا"هاشمي" په خپلو خبرو کې د دعوت او ارشاد څانګې له مسؤولینو څخه منندویي وکړه چې محصلینو سره داسې اصلاحي غونډې ترسره کوي، وروسته یې محصلینو ته وویل: قدرمنو محصلینو! تاسې د ټولنې خورا مهمه برخه یاستئ او الحمدالله په یو اسلامي هېواد کې ژوند کوو، د یو مسلمان شخص ښایست او شخصیت د هغو په ښو اخلاقو او نبوي سنتونو باندې د ځان اراسته کولو او یو بل ته د متقابل احترام په درلودلو سره جوړیګي، ځانونه په نبوي سنتونو آراسته کړئ او د ټولنې د خدمت جوګه وګرځئ، همدارنګه یې محصلینو ته د استادانو احترام کولو، درسونو ته په وخت حاضرېدلو، د پلار او مور درناوي، ظاهر او باطن په نبوي سنتونو آراسته کولو، ښو اخلاقو درلودلو او د یو مسلمان شخص په توګه له خلکو د متقابل احترام د ساتلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مو/لوي ذبیح "عابد" په خپلو خبرو کې د یادې غونډې دایرېدلو او د رسول الله ص په اطاعت او سنتونو ځانونو آراسته کولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

په پای کې، د ښاغلي دوکتور محمد ولي "حنیف" لخوا محصلینو ته سیمینار وړاندې شو.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS