خبرتیا!
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو خدماتو چارو څانګه په پام کې لري، چې د محصلانو کاري مهارتونو د تقویې لپاره د کاري مهارتونه لنډمهاله زده کړيز پروګرام پیل کړي.
یاد پروګرام چې د (۶) ورځو لپاره هره ورځ (45) دقيقې پر مخ وړل کېږي، سازماني چلندونه، د راپورونو ليکل، مدیریتي او اداري اساسات، کتبي افهام او تفهیم د وخت مدیریت او مهارتونو ارائه کول به محصلانو ته پکې تدریس شي.
له ټولو مینوالو څخه هيله کېږي چې، د یادې برنامې د نوم ليکلنې لپاره د 1444/11/7 څخه تر 1444/11/11 هـــ.ق. نېټې پورې د پوهنتون, سل اتاقه بلاک، دویم پوړ د محصلانو خدمانو چارو آمریت ته مراجعه وکړي.
د نوم لیکنې شرایط: د کمپیوټر له لومړنیو پروګرامونو او انګليسي ژبې سره بلدتیا.
درسي وخت: د غرمې د 11:45 څخه تر 12:45 تېرو پورې.