د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون او افغانستان د اداري فساد سره د مبارزې شبکې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

keu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۴:۴
rtr

د ۱۳۹۹ کال د لړم په ۷ مه د چهار‌شنبې په ورځ، د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون او افغانستان د اداري فساد سره د مبارزې شبکې رئیسانو له خوا، د اسلامي تعليماتو پوهنځي رياست په همغږۍ دوه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک اهداف د فساد سره د ګډې مبارزې سرته رسول، محصلانو ته د فساد له منځه وړلو په برخه کې د سیمینارونو او ورکشاپونو جوړول او د فساد سره د مبارزې په برخه کې د محصلانو نقش او ظرفیت لوړول دي. په غونډه کې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس آغلې پوهنوال لیلما شریفی یما، د اسلامی تعلماتو رییس ښاغلي پوهنیار سید هاشم امین، د نوموړي اداری اجرائیوي رییس ښاغلي خان زمان امرخیل، د عدالت غوښتنې څانګې مشر ښاغلي محمد ادریس همت، د مالی او اداري مسؤول ښاغلي محمد نظیف صافی، د اسلامي تعلیماتو پوهنځی یو شمیر استادانو او د نوموړی اداری همکارانو ګډوون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS