د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ القران و الحدیث سید بشیر آغا هاشمي ژوندليک

 

65454

لنډه پېژندنه

 شیخ القران و الحدیث سید بشیرآغا هاشمي د مرحوم میرصاحب سید عبدالقدیر آغا مشهور په میرصاحب د قرباغ زوی او د شهید میر عبدالرحمن آغا لمسی په ۱۳۵۵ ه.ش کال کې د غزني ولایت اړوند په قرباغ ولسوالۍ کې د ساداتو په یوه روحاني او علمي کورنۍ کې زېږېدلی دی او اصلي ځای یې د لوګر ولایت پادخواب شاني کلی ده.

زده کړې

  • لومړنۍ زده کړې یې له خپل والد صاحب او د اړوند ولایت له جیدو علمأوو کرامو او په مشهوره جامعه نورالمدارس فاروقي کې بشپړې کړې دي.
  •  لوړې زده کړې (لېسانس) یې د پاکستان هېواد په دارالعلوم حقانیه، دارالعلوم نعمانیه او وفاق المدارس کې بشپړې کړې دي.
  • تخصصي زده کړې (ماسټري) د هندوستان هېواد ډهلي صوبه (یوفی) په دېوبند دارالعلوم کې بشپړې کړې دي.

کاري مخينه او ځای 

  • له اشغال مخکې یې په محلي مدرسو او سلطان محمود غزنوي لېسه کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې.
  • ورپسې یې د غزني ولایت مقر ولسوالۍ محکمې د مفتي په توګه دنده ترسره کړې.
  • وروسته د اشغال یې د پاکستان هېواد په جلوزو ، هریفور، مظهرالعلوم او په کوېټه بلوچستان کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې.
  • د غزني ولایت په جامعه عبدالله بن عباس کې یې پنځه کال د استاد په توګه دنده ترسره کړې.
  • د کندز ولایت چهار درې ولسوالۍ په حقانیه دارالعلوم کې د حدیثو استاد په توګه دنده ترسره کړې.
  • له فتحې وروسته د کندز ولایت په عمري جهادي جامعه او عمري (۲۱۷) قول اردو کې د شیخ الحدیث په توګه دنده ترسره کړې.
  • اوسنۍ دنده یې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس په توګه.

ژوند او عادتونه

ښاغلی هاشمي د نېکو اخلاقو تر څنګ په ژوند کې د دې وطن د ډېر مظلوم او ځورېدلي ځوان نسل لويو برياوو او لاسته راوړنو ته د رسېدو او لارو لارښوود پاتې شوی، د ژوند په سختو شرايطو او حالاتو کې ېې د وطن ځوان نسل ته  لاس ورکړی دی. په ډېر احتیاط او پوره فکر سره ګام پورته کوي او د ژوند ډېره برخه يې وطن او خلکو ته د خدمت او مرستې کولو په برخه کې تېره کړې ده.

عادتونه یې ډېر نرم مزاج لري، په نرمه لهجه او خندا سره د فصاحت نه په ډکه ژبه د ملغلرو په څېر خبرې کوي، نوموړی د نورو خاصو ځانګړتیاوو سره سره په اداره او مدیریت که خاص مهارت لري، یو عاقل مدبر او دروند شخصیت دی، چې د ټولنې په پېژندلو کې بې ساري دی او د ارواه پوهنې علومو سره ځانګړې مینه لري، ښاغلی هاشمي په وطن مین او د علمي کدرونو په ارزښت ښه پوهیږي، د وطن درد ورسره دی او د هېواد د پرمختګ لپاره په کلک هوډ او اراده را پورته شوی دی، چې ددې لویو هیلو تر څنګ یې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ظاهري او باطني ظرفیت لوړوالی او ښکلآ د زړه لوی آرمان دی.

 الله ﷻ د توفیق ورکړي.