د طبیعی علومو پوهنځی
تاریخچه
د طبعي علومو پوهنځۍ د ښوونې او روزنې پوهنتون یو له هغو کلیدي پوهنځیو څخه شمېرل کېږي، چې په ۱۳۶۱ کال کې جوړه شوې ده او اوسمهال پنځه دیپارتمنتونه لري.
موخې
طبعي علوم د بشر په ژوند کې یوه تر ټولو مهمه او اړینه برخه ده، چې باید پام ورته وشي. ساینس هغه علم دی چې د ژوند لوری بدلوي. که ژور فکر وکړو د بشر په ژوند کې به هېڅ داسې څه پیدا نه شي چې له ساینس سره تړاو ونه لري.
طبعي علوم د ښوونې د نصاب د پام وړ برخه ده. دا چې د طبیعي علومو پوهنځی د هېواد د ځوانو کدرونو او متخصصینو په روزلو بوخته ده، نو دغه موخې تعقیبوي.
عمومي موخې
د لوړو زده کړو، درالمعلمینونواو ښوونځیو لپاره په معاصرې زدکړې د سمبالو او مسلکي ښوونکو روزل.
خصوصي موخې
۱- په تدریسي مهارتونو او د پوهې په ګاڼه سمبالو ښوونکو روزنه.
۲- پر څېړنیزو کارونو او لابراتوار باندې د قادرو ښوونکو روزل، دا ټول د دې لپاره چې طبیعي علوم نور هم پرمختګ وکړي.
اوسنی حالت
اوسمهال د طبعي علومو پوهنځۍ په دوو برخو کې خپل علمي فعالیتونه تر سره کوي.
۱- د پري سروېس، په خدمت کې داخل او شپې لپاره د علم په ګاڼه د سمبالو، د تدریس د مهارتونو درلودونکو او له لابراتواري تجربو سره د اشنا ښووونکو روزنه.
۲- د پوهنتون په ټولو (نه) پوهنځیو کې د محیط زیست د مضمون تدریس، چې په دې کې پري سروېس، داخل خدمت او شبانه هم راځي.
راتلونکی پلان
د طبعي علومو پوهنځی به په راتلونکې کې د لاندې پروګرامونو د تحقق لپاره هڅه وکړي.
۱- د دې پوهنځۍ د بېلا بېلو رشتو لپاره د ماسټرۍ پروګرام.
۲- او دغه راز د دې پوهنځۍ د بېلا بېلو رشتو لپاره د دوکترا پروګرم .