د زده‎کړیالانو شکایاتو ته د رسېدنې کړنلاره

 

کال:1404

 

Contents

سریزه. 3

شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم موخې.. 3

شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم موخه. 4

شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم تعریف... 4

شکایاتو ته د رسېدنې مېکانیزم ګټې.. 4

اصول. 5

د مېکانیزم لارښود اصول. 5

شکایتونه او ډولونه یې.. 5

شکایت... 5

د شکایتونو ډولونه او سرچینې.. 5

د شکایاتو تحلیل او ورسره د چلند څرنګوالی.. 6

وضعیت... 6

شخړه. 7

حل‌لار. 7

رضایت... 7

د شکایاتو د رسېدنې اصول. 7

د شکایاتو مدیریت او بهیر. 8

د شکایت د حل د مېکانیزم اجزا 8

د شکایاتو ترلاسه کول. 8

د شکایت ارزونه او طبقه‌بندي.. 9

په پوهنتون کې د شکایت ارزونه او ځواب.. 9

شکایاتو ته د رسېدنې مهالویش... 9

د شکایت د حل درې پړاوونه. 9

شکایتونو ته د رسېدنې میکانېزم. 10

الحمد لله رب العالمين، الذي علم الإنسان ما لم يعلم، وهداه إلى سبيل العلم والعمل، والصلاة والسلام على أشرف المرسلين، نبينا محمد ﷺ وعلى آله وصحبه أجمعين، المعلم للأمة ومُرشدها إلى الحق والعلم.

سریزه

دا لارښود د زده کړیالانو د شکایاتو د رسېدنې مېکانیزم بیانوي، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له لوري ترتیب شوی دی. دا لارښود د دې لپاره کارول کېږي، تر څو د دغه پوهنتون د زده کړیالانو د تحصیلي دورې په جریان کې شفافیت او حساب‌ورکونه تأمین شي. همداراز، دا لارښود د زده کړیالانو د چارو له هرې برخې سره د تړلو ټولو شکایاتو د ارزونې او حل لپاره د ټولو اړوندو دفترونو له خوا کارول کېږي. سربېره پر دې، دا لارښود د زده کړیالانو د شکایاتو د ترلاسه کولو، ارزونې او رسېدنې لپاره د لارو چارو او مېکانیزمونو یوه ټولګه تشریح کوي.

شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم موخې

شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم بنسټیزې موخې دا دي:

  • د شکایاتو او اندېښنو د عادلانه، شفاف او ټاکلي وخت په چوکاټ کې حل یقیني کول، تر څو له اشخاصو او کورنیو سره مثبتې اړیکې بېرته ټینګې شي؛
  • د زده کړیالانو شکایتونو او اندېښنو ته ځواب ویل، د هغوی شکایتونو ته رسېدنه او حل؛
  • د پوښتنو، وړاندیزونو د ثبت او د زده کړیالانو د مشارکت د زیاتوالي لپاره د مرجع په توګه خدمت کول؛
  • د داسې معلوماتو راټولول چې د عملیاتي کړنو د ښه والي او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ترې ګټه واخیستل شي؛
  • د شفافیت او حساب‌ورکونې دودول؛
  • د تقلب او فساد مخنیوی او له هغو څخه د راولاړو خطرونو کمول؛
  • د تدریسي بهیر او اسنادو مشروعیت د زده کړیالانو او ټولنې ترمنځ پیاوړي کول.

شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم موخه

دا لارښود هغه بهیرونه تشریح کوي چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له لوري تعقیبېږي، تر څو هغه شکایت کوونکي وپېژندل شي، چې ښايي د تعلیمي بهیر له مداخلاتو څخه مثبت یا منفي اغېزمن شوي وي. همدارنګه، د دې لارښود بله موخه دا ده چې د شکایتونو د ترلاسه کولو، ارزونې، طبقه‌بندۍ، حل‌وفصل او څار څرنګوالی روښانه او د اټکل وړ کړي. د دغو پړاوونو لپاره ځانګړې کړنې تشریح شوې دي.

شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم تعریف

شکایاتو ته د رسېدنې مېکانیزم هغه وسایل، لارې چارې او بهیرونه دي، چې د شکایاتو د حل لپاره ترې کار اخیستل کېږي. دا مېکانیزم د شفافیت او حساب‌ورکونې د لوړولو، د فساد د کمولو، د خدمتونو د ښه کولو او د تعلیمي پروګرامونو د اغېزمنتیا د زیاتوالي له مهمو وسایلو څخه ګڼل کېږي. دغه مېکانیزم د ټولنیزې حساب‌ورکونې، د اندېښنو د منلو او تشخیص لپاره داسې بهیرونه او وسایل ټاکي، چې د انکشافي مداخلو له امله د رامنځته شویو زیانونو مخه ونیسي.

رسمي مېکانیزم د شکایاتو د رسېدنې هغه سیستم دی، چې له لارې یې د تعلیمي بهیر وضاحت کېږي، اجرایي ستونزې حل کېږي، او شکایتونه په اغېزمن او ګټور ډول څېړل او حل کېږي.

شکایاتو ته د رسېدنې مېکانیزم ګټې

  • زده کړیالانو او د پوهنتون کارکوونکو ته د وړاندیزونو او نظریاتو د وړاندې کولو زمینه برابروي، چې د حساب‌ورکونې، شفافیت او په ګټو کې شریکانو ته د ځواب ‌ویلو وړتیا لوړه کړي؛
  • د زده کړیالانو او د خدمتونو د وړاندې کوونکو (کارکوونکو) ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي؛
  • د شکایاتو اړوند معلومات د مدیریت له لوري د پروګرام د پایلو د اغېزمنتیا د درک لپاره تنظیمېږي؛
  • اغېزمن مېکانیزم ستونزې تر پراخېدو مخکې مهاروي.

اصول

شکایتونه د شکایاتو د رسېدنې د رسمي مېکانیزمونو او د هېواد د قوانینو او مقرراتو له مخې حل‌وفصل کېږي. شکایتونه د شکایت کوونکي او د شکایاتو د رسېدنې د کمېټې ترمنځ په بېلابېلو پړاوونو کې طبقه‌بندي کېږي او په ډیټابېسونو کې ثبتېږي. دا کار د همغږۍ له لارې د شکایاتو د حل امکان زیاتوي، چې په پایله کې یو باثباته عملیاتي چاپېریال رامنځته کوي.

کارېدونکې لارې چارې دا دي: مصالحه، مذاکره، منځګړتوب، حکمیت او قضاوت. دا ټولې لارې چارې د ناراض شخص د رضایت پر بنسټ عملي کېږي او باید هغه اصول تعقیب کړي چې د شکایاتو د رسېدنې بهیر سمې پایلې ته ورسوي.

د مېکانیزم لارښود اصول

  • د وړاندوینې وړتیا: روښانه بهیر او مهالوېش او دا چې کومې پایلې ورکول کېدای شي یا نه؛
  • عدالت: داسې بهیرونه چې عادلانه درک شي، په ځانګړي ډول د معلوماتو لاسرسي او د اغېزمن ګډون له اړخه؛
  • شفافیت: شفاف بهیرونه او پایلې، په ځانګړي ډول هغه چې عامه ګټې ورسره تړلې وي؛
  • ظرفیت: د کافي تخنیکي، بشري او مالي سرچینو کارول؛
  • نظریات: د زده کړیالانو د نظریاتو د راټولولو وسیله، تر څو تعلیمي بهیرونه ښه شي.

شکایتونه او ډولونه یې

شکایت

شکایت د اعتراض، وړاندیز، اندېښنې، پوښتنې یا د تعلیمي او اداري فعالیتونو په اړه د هر ډول نارضایتۍ په معنا دی. همدارنګه، شکایت کېدای شي د زیانونو، تاوانونو او یا د ورځنیو پروګرامونو د فعالیتونو په اړه اندېښنې وي.

د شکایتونو ډولونه او سرچینې

  1. ناکام مدیریتي فعالیت
  2. خراب کاري شرایط
  3. د خدمتونو کموالی یا ناسم وړاندې کول
  4. شخصي عوامل چې د کارکوونکو او زده کړیالانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته کوي
  5. د سازماني بدلونونو او پالیسۍ منفي پایلې
  6. اقتصادي زیانونه او ګټې
  7. د واک کنټرول
  8. د غیر مسلکي کسانو ګمارنه او ترفیع
  9. د ازموینو اخیستل او منل
  10. د تعلیمي خدمتونو کموالی
  11. د تدریس او تعلیمي سیستم کیفیت
  12. د استادانو د تدریس کیفیت
  13. د اجناسو او خدمتونو تدارک
  14. په مالي بهیر کې ځنډ
  15. فساد او د سرچینو ناوړه استفاده
  16. نور هغه ډولونه چې په دې طرزالعمل کې نه دي یاد شوي

د شکایاتو تحلیل او ورسره د چلند څرنګوالی

د شکایت د ترلاسه کولو پر مهال، اړینه ده چې د شکایت د رامنځته کېدو، اعتبار، د حل ممکنه لارو او د زیانمن شخص د رضایت په اړه سیستماتیکه ارزونه وشي. د شکایت د ارزونې لپاره لاندې پړاوونه مهم دي:

وضعیت

  • څوک پکې شامل دي؟ (د اصلي ګټه اخیستونکو پېژندنه)
  • څه پېښه شوې؟ (د پېښې دقیقه تشریح)
  • څه وخت پېښه شوې؟ (د نېټې او وخت ثبت)
  • چېرې پېښه شوې؟ (ځای او چاپېریال)

شخړه

  • د شکایت د اعتبار او زیان د کچې ارزونه؛
  • ایا شکایت واقعي دی که خیالي؟

حل‌لار

  • د ستونزې د حل لپاره د ممکنه لارو پېژندنه؛
  • د وضعیت د ښه والي لپاره اړین اقدامات او سرچینې.

رضایت

د شکایاتو د رسېدنې د سیستم اصلي موخه د زیانمن شخص یا ډلې رضایت دی. که زیانمن لوری له اقداماتو راضي نه وي، نو مېکانیزم بې‌معنا کېږي.

  • ایا شکایت کوونکی له پرېکړې راضي دی؟ که نه، ولې؟

د شکایاتو د رسېدنې اصول

  1. اعتبار: د شکایت د واقعیت ارزونه؛
  2. محرم: د شکایت کوونکي د هویت ساتنه؛
  3. بې‌طرفي: د کمېټې تمرکز پر موضوع؛
  4. قانونیت: ټول اقدامات دې د قانون په چوکاټ کې وي؛
  5. عملي کول: پرېکړې دې عملي او اغېزمنې وي؛
  6. رضایت‌ ترلاسه کول: پرېکړې دې د ناراض لوري لپاره د منلو وړ وي؛
  7. استیناف: د شکایت کوونکي د استیناف حق؛
  8. امنیت: شکایت کوونکی باید د غچ له وېرې خوندي وي؛
  9. مهالوېش: شکایت باید پر وخت حل شي؛
  10. عدالت او شفافیت: معلوماتو لاسرسی؛
  11. چټک اقدام: ځنډېدلی عدالت د انکار په معنا دی.

د شکایاتو مدیریت او بهیر

د شکایت د حل د مېکانیزم اجزا

  • د شکایت ترلاسه کول او ثبتول
  • په ټاکلي فورم کې ارزونه
  • د پرېکړې پر بنسټ ځواب تنظیمول
  • د پوهنتون د اخلاقي پالیسۍ له مخې د حل لارې ټاکل
  • د ستونزو حل
  • شکایت کوونکي ته د ځواب رسول
  • د اقداماتو تعقیب
  • له تجربو زده کړه او له اړوندو لورو سره اړیکه

د شکایاتو ترلاسه کول

د نظم، ډیسپلین او شکایاتو ته د رسېدنې کمېټه د شکایاتو د حل اصلي مسئولیت لري. شکایتونه له لاندې لارو ترلاسه کېدای شي:

  • د شکایاتو صندوقونه
  • برېښنايي ثبت
  • چاپي فورمونه
  • شفاهي شکایتونه

د شکایت ارزونه او طبقه‌بندي

په پیل کې باید شکایت وارزول شي، تر څو د هغه مشروعیت او لومړیتوب وټاکل شي. که شکایت رد کېږي، شکایت کوونکی باید د رد پر علتونه وپوهول شي.

په پوهنتون کې د شکایت ارزونه او ځواب

کمېټه مکلفه ده چې شکایتونه وڅېړي او عادلانه پرېکړه وکړي. که شکایت د کمېټې له صلاحیته پورته وي یا شکایت کوونکی له پرېکړې ناراضه وي، موضوع د پوهنتون عمومي ریاست یا علمي شورا ته لېږدول کېږي.

شکایاتو ته د رسېدنې مهالویش

د شکایتونو حل یو وخت‌نیونکی بهیر دی. ټول شکایتونه باید ډېر نه ډېر په یوې میاشتې کې حل شي.

د شکایت د حل درې پړاوونه

  • لومړی پړاو: ساده شکایتونه، د پوهنځي له لارې (۷–۱۰ ورځې)
  • منځنی پړاو: د پوهنتون د شکایاتو کمېټه (تر دوو اونیو)
  • لوړ پړاو: د پوهنتون علمي شورا (تر یوې میاشتې)

     

    خاتمه و اجرا

    خاتمه و اجرا

    خاتمه و اجرا

    شاکی رضایت دارد

    شاکی رضایت دارد

    شاکی رضایت دارد

    شاکی رضایت ندارد

    شاکی رضایت ندارد

    شاکی رضایت ندارد

    خاتمه و اجرا

    خاتمه و اجرا

    خاتمه و اجرا

    شاکی رضایت دارد

    شاکی رضایت دارد

    شاکی رضایت دارد

    شاکی رضایت ندارد

    شاکی رضایت ندارد

 

شکایتونو ته د رسېدنې میکانېزم

په پوهنتون کې د شکایت ترلاسه کول

ثبت او تائید

شکایت څېړل او ارزول کېږي

ځواب (فیصله / عملي اقدام)که شاکي راضي وي د شکرۍ پای او د میکانېزم له لارې د موضوع حل

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شکایت د بنسټ اړوند کمېټې ته راجع شوی وي یا کمېټې په مستقیم ډول ترلاسه کړی وي

ثبت او تائید

شکایت څېړل او ارزول کېږي

ځواب (فیصله / عملي اقدام)که شاکي راضي وي د شکایت د دوسیې تړل او موضوع ته رسېدنه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ شکایت د مؤسسې علمي شورا ته راجع شوی وي

د علمي شورا له خوا لومړنی ثبت او تائید

شکایت څېړل او ارزول کېږي

فیصله / عملي اقدامکه شاکي راضي وي د شکایت د دوسیې تړل او موضوع ته رسېدنه

وروستۍ مرحله: شکایت د لوړو زده کړو محترم وزارت یا محکمې ته راجع کېږي

 

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون

د زدهکړیلانو چارو معاونیت

د زدهکړیالانو د شکیاتو د ثبت فورم

مهربانۍ وکړئ! دغه شکایتپاڼه په بشپړ ډول ډکه کړئ او وروسته یې د کمېټې یو غړي او یا هم د زدهکړیلانو چارو معاونیت ته وسپارئ او یا یې د کابل ښووې او روزنې پوهنتون په پر دېوانو ځړېدلو صندوقونوته ورواچوئ.

نوم .....................................                                     پلارنوم(اختیاری)............................

پوهنځي ...............................                                      سمستر....................................

درسي وخت.............................                                      آی ډي نمبر ..............................

د اړیکو شمېره..........................                                       د شکایت موضوع ..........................

د شکایت نېټه:          /      /    140                                          

د شکایت جزیات:

........................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................

زه/موږ ژمنه کوم/کوو؛ چې پورته معلومات مې په ريښتینولۍ لیکلي، واقعیت مې نه دی پټ کړی او نه مې په بل ډول بیان کړي دي، په خپله ژمنه کې ريښتنی یم.

                                                                       د شکایت کوونکي لارسلیک

 

شکایت ته د رسېدنې او پرېکړې فورم

ټولنیز معلومات

د شکایت د ثبت ګڼه ...................................................................

 د شکایت کوونکي نوم..................................................................

 د شکایت ډول ...........................................................................

د شکایت د ثبت نېټه ...................................................................

د شکایت په اړه د پرېکړې نېټه ..............................................

شکایت ته د رسېدنې پاېلې

د شکایت لنډیز: ............................................................................................................................................................................................................................

د نظم، ډسپیلین او شکایتونو ته د رسېدنې کمې د پرېکړې او سپارښتنو لنډیز:

............................................................................................................................................................................................................................

 

 د کاري غونډ د غړو لاسلیک او نوم (کم له کمه درې نفره):

(۱)نوم: ......................     لاسلیک:.................      (۲) نوم: ......................     امضا:..................

(۳)نوم: ......................     لاسلیک:.................      (۴) نوم: ......................     لاسلیک..................

(۵)نوم: ......................     لاسلیک:.................     

 

 زه(                        ) د کاري غونډ لخوا شوې پرېکړې سره:     موافق یم                 موافق نه یم

 

که شکایت کوونکي د کمېټې (کاريغونډ) له پرېکړې سره موافق نه وي، د هغې ادارې نوم دې ولیکي چې شکایت ورته شوی دی:.................................

یادونه: د شکایتونو د فورم اصلي دې وساتل شي او یوه کاپي دې شکایت کوونکي ته ورکړل شي.

 

په درنښت

د زدهکړیالانو چارو مرستیالي