د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۹:۵۲
098

ټولو هغه محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مختلفو پوهنځیو ته د ۱۴۰۱ کال د (دیني علومو، اختصاصي او شپې) کانکور آزموینې له لارې بریالي شوي دي، خبر ورکول کېږي چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د کب په اتمه او نهمه نېټه د نوم لیکنې لپاره یاد پوهنتون ته مراجعه وکړي او د نوم لیکنې په و خت کې دې لاندې د اړتیا وړ اسناد له ځان سره ولري:

1- اصلي پېژندپاڼه

2- د پېژند پاڼې دوه رنګه کاپي

3- څلور قطعې انځورونه

4- پلاستیکي دوسیه

د نوم لیکنې وخت:

د نارینه محصلینو نوم لیکنه د سهار له 8:30 بجو څخه د مازدیګر تر 3:30 بجو پورې

د یادونې وړ ده چې د نارینه محصلینو نوم لیکنه د اړوند پوهنځیو په تدریسي مدیریتونو کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توب د جهان خصوصی پوهنتون له لوري «د افغانستان د دوامدار پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی داخلي کنفرانس پیل شو. 

په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو او مخابرات او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو مقاماتو، د بېلابېلو ادارو استازو، څېړونکو او د امارتي او خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د استادانو په. . .

BACK TO NEWS