د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادر د غړو علمي کنفرانسونه ترسره شول

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۴ - ۱۴:۴۱
666

د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د دغه پوهنتون د علمي څېړنو د انسجام د آمریت له‌خوا د ۱۴۰۰ کال د درېیمې ربعې کنفرانسونه د روان کال د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۳یمې نېټې پورې ترسره شول چې د څېړنو د انسجام مرکز آمر ښاغلي پوهنیار طاووس محمدي، د پوهنتون د علمي څېړنو د مرکز غړو، د علمي څېړنو د انسجام مرکز د اداري برخې مسؤولینو، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرانو او استادانو ګډون پکې کړی و.

دغه کنفرانس د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او ورپسې د استادانو د علمي کنفرانسونو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه. د یادونې ده چې دغه کنفرانسونه درې ورځې د ښځو او نرانو په جلا برخو کې له مخکې جوړ شوي مهال‌وېش سره سم په منظم ډول د استادانو په شتون کې وړاندې شول او د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

BACK TO NEWS