د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د مالي او ادارې چارو مرستیال معرفي شو

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۱ - ۱۱:۵۸
یبیب

د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې په لسمه نېټه د یکشنبې په ورځ د پوهنتون د کنفرانسونو په خونه کې د مالي او اداري چارو د نوي مرستیال ښاغلي انجنیر سردارولي صالحي د معرفي کولو په مناسبت مراسم جوړ شول. په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي محمد حامد یعقوبي، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي محمد ادریس اخندزاده، د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او یو شمېر اداري کارکوونکو ګډون کری و.

غونډه ښاغلي مفتي عبدالکریم د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل کړه. ورپسې ښاغلي استاد حامد یعقوبي د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون په استازیتوب مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو ترڅ کې یې نوموړي ته مبارکي وویله، ښاغلي صالحي يې د پوهنتون په دې لنډه موده کې د کارکردګۍ له امله وستایه او هغه یې یو زیارکښ شخصیت یې وباله. ده له ټولو اداري همکارانو څخه هیله وکړه چې له نوموړي سره په چارو کې مرسته وکړي. وروسته په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د بشری سرچینو رئیس ښاغلي محمد ادریس اخندزاده په خپلو خبرو کې د کابل د ښوونې اوروزنې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ټول کارونه وستایل، مننه یې ترې وکړه او د لوی څښتن تعالی له درباره یې ورته د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه. د غونډې پای کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر سردارولي صالحي د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون له پلاوي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکوم چې په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموم او په راسپارل شوي مسوولیت کې به پوره هڅه وکړم.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS