کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د پوهنځیو تر منځ د فوټبال سیالیو پرانېست غونډه تر سره شوه!

yasin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۸:۳۸
5655

سې شنبې ورځ د ۲۵/۱۰/۱۴۴۴ هــــ.ق. نېټه د پوهنتون معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداراي آمرینو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د فوټبال کلنۍ سیالۍ د (۲۲۰) لوبغاړو څخه چې (۱۱) ټیمونو پکې ګډون درلود د (۲۴) مخکښو لوبغاړو د ټاکلو په پار د فوټبال کلنیو سیالو غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په ورزشي میدان کې پیل شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد زبیر “حبیبي” د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیالیو اړوند وویل: یادې سیالۍ هر کال د پوهنتون (نهه ګونه) پوهنځیو او اداري کارمندانو ترمنځ د مخکښو لوبغاړو پیداکولو په پار ترسره کېږي.

همدارنګه، نوموړي په خپلو خبرو کې له ټولو لوبغاړو وغوښتل چې د سیالۍ په لړۍ کې اخلاقي، اسلامي او ورزشي اصول رعایت کړي ترڅو لوبې په ښه او ارامه فضا کې ترسره شي.

ورپسې د محصلانو چارو معاون ښاغلي انجینر اکرام الله “صهیب” په خپلو ارزښتناکو خبرو کې ټولو لوبغاړو ته د اسلامي، اخلاقي او ورزشي اصولو اړوند سپارښتنې وکړې، زیاته یې کړه چې د اسلام په مقدس دین کې قوي مومن بهتر له ضعیف مومن څخه دی او ورزش کول د مومنانو د صحتمندۍ او سلامتۍ ضامن دی.

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS