کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو شغلي مهارتونو ورکشاپ پای ته ورسېد!

yasin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۸:۴۸
888

 

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو خدماتو چارو څانګې د محصلانو شغلي مهارتونو تقویې لپاره د Soft Skil (نرم افزار مهارتونو) زده کړيزه برنامه پای ته ورسوله.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یاده برنامه چې د اوو ورځو لپاره هره ورځ (45) دقيقې پر مخ وړل کېده، شنبې ورځ د ۲۸/۱۰/۱۴۴۴ هــ..ق. نېټه محصلانو ته د ستاینلیکونو پر ورکړې سره پای ته ورسېده.

دغه برنامه چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون (۶۰) تنو محصلینو پکې ګډون درلود د برېښناليک، سي وي لیک، کاور لېتر ليک او د مصاحبې فنون محصلانو ته پکې تدریس شول.

ښاغلي قاري شفیع الله “آخندزاده” د محصلانو خدماتو چارو آمر د یاد ورکشاپ اړوند وویل: چې د پوهنتون محصلانو خدماتو چارو آمریت په راتلونکې کې هم په نظر کې لري تر څو د محصلانو د پوهې لوړولو د آسانتیاوو خدمتونو اړوند به لا زیات فعایتونه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

BACK TO NEWS