کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د خدمات محصلانو چارو څانګې لخوا د ورزشي کمېټې غونډه ترسره شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۸:۴۰
9i8787

شنبې ورځ د ۱۵/۱۰/۱۴۴۴ هـــــ.ق نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د خدمات محصلانو چارو څانګې له لوري د پوهنتون د ورزشي کمېټې غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د محصلانو چارو معاون، د بدنې روزنې او ورزشي علومو پوهنځي استادانو، د محصلانو څانګې آمر او د پوهنتون د ورزشي کمېټې محصلانو غړو ګډون درلود.

په لومړي سر کې د محصلانو چارو معاون ښاغلي انجینر اکرام الله “صهیب” د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دې کمېټې د جوړېدو په پار خوښي څرګنده کړه، هغه په خپلو خبرو کې وویل چې د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په مرسته به روان کال په پوهنتون کې تورنمنټونه پیل کړي، چې په هره برخه کې به د ټولو پوهنځیو ټيمونو ترمنځ مسابقې ترسره شي او په پوهنتون کې به معیاري میدانونه جوړ او د ټولو ټيمونو ورزشکارانو ته به ورزشي توکي برابر کړو، همدارنګه یې زیاته کړه چې د یاد پوهنتون د ورزش په هره برخه کې محصلانو ته پوره خدمات وړاندې کړي.

ورپسې د خدمات محصلانو چارو څانګې آمر ښاغلي شفیع الله “آخنذاده “ د مسابقاتو برابرولو او محصلانو ته د ټولو امکاناتو په چمتو کولو کې د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي استادانو او د کمېټې ټولو غړو ته پوره ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS