کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمریت د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په همغږۍ د "ځوان نسل فکری روزنې" ترسرلیک لاندې د محصلینو ترمنځ د سیالۍ ازموینه اخلي.
هغه محصلین چې د یادې سیالۍ لپاره یې نوملیکنه کړې، خبر ورکول کیږي چې سیالۍ راتلونکي سې شنبې ورځ اخیستل کیږي.
د ازموینې اخیستلو ځای: کابل ښوونې او روزنې پوهنتون فوټبال میدان.
ازموینې نېټه: سې شبنې ورځ د روان کال د تله(میزان) میاشتې٢٢مه د سهار ١١بجې.
جوایز: لومړی مقام گټونکي ته کمپیوټر، دوهم مقام گټونکي ته ځیرک موبایل، درېیم مقام گټونکي ته یو دانه اصلی الفجر ساعت، له دریم څخه تر لسم مقام پورې مختلف جوایز.