کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو خدماتو چارو آمریت پام کې لري چې د محصلانو ظرفیت لوړاوي لپاره د (دري، پښتو، عربي او انګلیسي) ژبو زده کړیز پروګرام پیل کړي.
له ټولو مینوالو څخه هيله کېږي چې د یاد پروګرام د نوم ليکلنې لپاره د 9/2/1403 څخه تر 12/2/1403 هـ.ش. نېټې پورې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون, سل اتاقه بلاک، دویم پوړ د محصلانو خدماتو چارو آمریت ته وکړي.