کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۳:۴۰
۳ق*+صث۴

دوشنبې ورځ د ۲۰/۱۲/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۱۰/۹/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: د نه ګوني پوهنځیو رئیسان باید د خپلو مربوطه پوهنځیو ربعوار ګزارش په اداري شورا کې له ټولو سره شریک کړي، زیاته یې کړه: د ټولو پوهنځیو مسؤولین باید د لوړو زده کړو وزارت د پلټنې او ارزونې ریاست لخوا د پوهنځیو په ګوته شویو ټولو ستونزو حل لپاره پوره هڅې وکړي. وروسته یې د اداري شورا غړو ته یې په منظمه توګه د تدریسي چارو مخته وړلو، استادانو کورس پالیسی، محصلینو حاضری ته د جدي توجه کولو او د استادانو درسي مکلفیت درلودلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو:

لوړو زده کړو وزارت د پلټنې او ارزونې ریاست لخوا د پوهنځیو په ګوته شویو ستونزو حل، له امارتي او خصوصي بنسټونو سره د همکاریو هوکړه لیکونو، د پوهنتون مختلفو کمېټو کې د استادانو ګډوون کولو او د نه ګوني پوهنځیو څلورمې ربعې ګزارش ارائه کولو اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS