کابل ښوونې او روزنې، بامیان او پروان پوهنتونونو کادري بستونو د بین‌المللي ژبې ازموینې خبرتیا!

keu_admin
41585
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنپوهنې څانګې(نارینه)، بامیان پوهنتون د ښوونیز مدیریت او ټولنپوهنې څانګو(نارینه) او پروان پوهنتون د ریاضي څانګې(نارینه) د کادري بستونو هغو نوماندانو ته چې له مخکې یې یادو کادري بستونو ته نوم لیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د بین‌المللي ژبې ازموینه د دوشنبې ورځ د ١٤/٣/١٤٠٣ ه.ش چې د ٢٦/١١/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د سهار (٨:٤٥) بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ای-سي-تي)مرکز کې اخیستل کېږي.
نوټ: د آزموینې په ورځ د نوماندانو د دقیقې پېژندنې لپاره د اصلي پېژندپاڼې او یا هم پاسپورت درلودل اړین دي.
نوټ: د بین‌المللي ژبې کامیاب شویو نوماندانو تخصصي ازموینه د سې شنبې ورځ ١٥/٣/١٤٠٣ چې له ٢٧/١١/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لری د سهار په (٩)بجو اخیستل کیږي.

 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام د دویم ظرفیت د نوم لیکنې او درسونو د پیل خبرتیا !

 
ټولو هغو محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٣ کال د ریاضي، دري او پښتو ادبیاتو، رهبري او ښوونیز مدیریت،  ښوونې او روزنې او ټولنپوهنې د ماسټرۍ پروګرامونو دویم ظرفیت ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۶:۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې، بامیان، کندز او پروان پوهنتونونو کادري بستونو د بین‌المللي ژبې ازموینې خبرتیا!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دري ژبې او ادبیاتو، انګلیسي ژبې او ادبیاتو، فزیک او ښوونیز مدیریت څانګو(نارینه)، بامیان پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې(نارینه)، کندز پوهنتون د تاریخ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۳۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام د نوم لیکنې او د درسونو د پیل خبرتیا !

 
ټولو هغو محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٣ کال بېلابېلو د ماسترۍ پروګرامونو ته بریالي شوي، خبر ورکول کیږي چې د نوم ليکنې لپاره دې د ٢٠/٦/١٤٠٣ نېټې څخه تر ٢٩/٦/١٤٠٣ هـ.ش . . .

Back to announcements