کابل ښوونې او روزنې، بامیان، بدخشان او فاریاب پوهنتونونو د کادري بستونو د بین‌المللي ژبې ازموینې خبرتیا!

keu_admin
8555
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ورزشي مدیریت څانګې(نارینه)، بامیان پوهنتون د پښتو څانګې(نارینه)، بدخشان پوهنتون د ټولنپوهنې څانګې(نارینه) او فاریاب پوهنتون د بدني روزنې څانګې(نارینه) د کادري بستونو هغو نوماندانو ته چې له مخکې یې یادو کادري بستونو ته نوملیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د بین‌المللي ژبې ازموینه د سې شنبې ورځ د ١٦/٥/١٤٠٣ ه.ش چې د ٣٠/١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د سهار (٨:٤٥) بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ای-سي-تي)مرکز کې اخیستل کېږي.
نوټ: د ازموینې په ورځ د نوماندانو د دقیقې پېژندنې لپاره د اصلي پېژندپاڼې او یا هم پاسپورت درلودل اړین دي.
نوټ: د بین‌المللي ژبې کامیاب شویو نوماندانو تخصصي ازموینه د چهارشنبې ورځ ١٧/٥/١٤٠٣ چې له ١/٢/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لری د سهار په (٩)بجو اخیستل کیږي.

 

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادري بست خبرتیا !

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال لپاره د دوکتور او ماسټر په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

ښوونیز او مسلکي علومو پوهنځی:

۱- د عمومي ښوونې او روزنې څانګې، . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۲۳
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د خالي بستونو خبرتیا!

۱- تکنشن سخت افزار، بست۵، تعداد (۱)بست

۲- جنراتور کار، بست۷، تعداد(۱)بست

۳- متعمد جنسی، بست۷، تعداد (۱)بست

۴- تکمیشن کمیپوتر لب، بست۵، تعداد(۱)بست

Back to announcements