د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي کادرونو د څېړنیزو کنفرانسونو وړاندې کولو لړۍ!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۰:۵۳
998

چهارشنبې ورځ د ۱۷/۳/۱۴۰۲ هـــ.ش چې له ۱۸/۱۱/۱۴۴۴ هــــ.ق نېټې سره سمون لري د علمي کادري غړو د اولې ربعې څېړنیزو کنفرانسونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون علمي چارو معاون ښاغلي پوهاند دکتور جمشېد خان “رشیدي” د مالي او اداراي چارو معاون ښاغلي حاجي عبدالرحیم “زبیر” د علمي څېړنو مرکز غړو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري څانګو آمرینو برخه اخيستې وه او په مختلفو حوزو کې کنفرانسونه وړاندې شول.

اوله حوزه: د ژبو او ادبیاتو او طبیعي علومو پوهنځیو استادانو څېړنیز کنفرانسونه د ترکي ادبیاتو په عمومي کتابخانه کې وړاندې شول.

دویمه حوزه: د اسلامي علومو پوهنځي استادانو څېړنیز کنفرانسونه د علمي چارو معاونیت د کنفرانسونو په تالار کې وړاندې شول.

درېیمه حوزه: د تربیتي او مسلکي علومو او اختصاصي علومو پوهنځیو استادانو څېړنیز کنفراسونه، د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) د جلسو په عمومي تالار کې خپل علمي څېړنیز کنفرانسونه د اصولو مطابق وړاندې کړل.

د مهال وېش او پلان له مخې (۱۶) تنو استادانو په بېلابېلو څېړنیزو حوزو کې خپل کنفراسونه وړاندې کړل د کنفرانسونو لړۍ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

BACK TO NEWS