د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي څېړنو آمریت غونډه ترسره شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۳:۱۷
777

چهارشنبې ورځ د 20/2/1402 هـــ.ش. نېټه د پوهنتون د علمي څېړنو څانګې غونډه د پوهنتون د علمي څېړنو په مرکز کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون علمي چارو معاون ښاغلي پوهاند دکتور جمشېد خان “رشيدي” او د علمي څېړنو مرکز غړو ګډون درلود.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او په لاندې موضوګانو باندې بحث او خبرې وشوې:

د علمي کادري غړو د څېړنو او ژباړې وړاندیز شوو موضوګانو څېړل.

د علمي کادري غړو د (۱۴۰۲) کال د اولې ربعې د کنفرانسونو څېړل او فیډبک وړاندې کول.

د هېواد د تعليمي او تحصيلي بنسټونو د کنفرانسونو پر فرعې محورونو بحث او خبرې.

د څېړنو کمېټې غړو د پرېکړې پر بنسټ د ملي کنفراسونو فرعي محورونه دې نور هم زیات شي، تر څو د تعليمي او تحصیلی بنسټونو ټول اړخونه چې څېړنې ته اړتیا لري شامل شي.

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.