د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د درېیم پړاو سندونو ساتلو د پوهاوي ورکشاپ

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۹:۱۶
5444

د دوشنبې په ورځ د ۱۵/۷/۱۴۴۴ هـــ.ق. نېټه د سندونو ساتلو پوهاوي کیفیتونو د لوړوالي په پار د پوهنتون د علمي کنفرانسونو په تالار کې د پوهنتون د معاونینو، پوهنځیو رئيسانو، استادانو او آمرینو په ګډون غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان رشيدي د غونډې ګډونکوونکو ته ښه راغلاست وویل، همدارنګه یې د ټول پوهنتون اداري کارونو په شفافیت او ښه والي خوښي څرګنده کړه، نوموړي تأکيد وکړ چې د درېیم پړاو سندونو د ساتلو پروسې په پار ټولې ادارې باید د پوهنتون په اصولو او معیاراتو سره سم خپل کارونه مخ ته یوسي.

وروسته ښاغلي پوهنوال مير سید احمد سيرت چې د غونډې د پوهاوي مسؤولیت یې په غاړه درلود، ټولې موضوع ګانې په سمه او واضح توګه ګډونکوونکو ته بیان کړې.

په پای کې د تضمین کفیت آمریت د پوهنتون رهبرۍ ته په ټولو ادارو کې د شفافیت او د کارونو ښه والې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS