د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

keu_admin
655
ټولو هغه محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مختلفو پوهنځیو ته د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې له لارې بریالي شوي دي، خبر ورکول کېږي چې د چهارشنبې ورځ د ۱۰/۵/۱۴۰۳ ه.ش نېټه د نوم لیکنې لپاره یاد پوهنتون د پوهنځیو تدریسي مدیریتونو ته مراجعه وکړي او د نوم لیکنې په وخت کې دې لاندې د اړتیا وړ اسناد له ځان سره ولري:
۱- اصلي پېژندپاڼه
۲- د پېژند پاڼې رنګه کاپي
۳- د انځور سافټ په(سي ډي) کې
۴- د اسنادو ساتلو لپاره پلاستیکي دوسیه
د نوم لیکنې وخت: د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۳:۳۰ بجو پورې
نوټ: د محصلینو نوم لیکنه د اړوندو پوهنځیو په تدریسي مدیریتونو کې ترسره کېږي.

 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې، کندز، بامیان، بدخشان او تخار پوهنتونونو کادري بستونو د بین‌المللي ژبې ازموینې خبرتیا!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د انګلیسي، تاریخ، مشاورې او د اراوپوهنې او وروسته پاتې‌کېدوونکو ښوونې او روزنې څانګو، کندز پوهنتون د انګلیسي څانګې، بامیان پوهنتون د اراواپوهنې او انګلیسي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۴۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادري بستونو خبرتیا!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال لپاره د دوکتور، ماسټر او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

ژبو او ادبیاتو پوهنځی:

۱- د ترکي څانګې، (١) بست، اول ځل، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبی اعلان!

تاریخ اعلان: ۲۵ /۱۱/۱۴۰۳ه.ش

تاریخ آفر گشایی: ۱۶/۱۲/۱۴۰۳ه.ش

عنوان: در رابطه به اجاره (قرارداد) یک باب کفتریا و کانتین مواد خوراکه پوهنتون تعلیم وتربیه کابل.

پوهنتون تعلیم و تربیه کابل . . .

Back to announcements