د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته د محصلانو چارو نوی مرستیال وټاکل شو

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۰:۵۶
fgff

د ۱۴۰۰ کال د سلواغې میاشتې په ۲۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د محصلانو چارو د معاونیت په دفتر کې د محصلانو چارو د نوي مرستیال ښاغلي پوهنیار فضل‌الربي فضلي د معرفي کېدو په مناسبت غونډه جوړه شوه چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر سرداروالي صالحي، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د اداري برخې ځینو کارکوونکو ګډون پکې کړی و.

غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېد خان رشیدي د موضوع په اړه خبرې وکړې؛ ښاغلي فضلي ته یې د محصلانو چارو د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د بریالیتوب دعا یې ورته وکړه. وروسته ښاغلي پوهنیار فضل‌الربي فضلي د لوړو زده‌کړو وزارت او پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل: د پوهنتون مشرتابه پلاوي ته ډاډ ورکوم چې په دې برخه کې به خپله هېڅ یوه هڅه ونه‌سپموم او کوم مسؤلیت چې راته سپارل شوی، په ښه ډول به یې ادا کړم. غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.