د ژوند مهارتونو ورکشاپ

keu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۹:۲۷
سیس

دا ورکشاپ د ۱۳۹۹ کال د لړم په ۲۸ مه د چهارشنبې په ورځ، د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون په مشورتي مرکز کې، د محصلانو چارو مرستیاله آغلې پوهندوي ذکیه ظاهر شریفیان، د اروا پوهنې پوهنځی استاد ښاغلي شرف الدین عظیمي، د محصلینو خدماتو همغږي آمر آغلې راضیه عمر، د مشورتي مرکز مسؤوله آغلې صفینه او د دې پوهنتون د دندې مهارتونو روزنې روزونکی ښاغلي عبدالرشید سامع په ګډون پرانستل شو. په پیل کې، آغلې ذکیه ظاهر شریفیان د دې برنامې اهمیت په اړه خبرې وکړې او د برخه اخیستونکو زده کونکو څخه یې وغوښتل چې د دې برنامو نه ښه ګټه پورته کړي ، ترڅو ښه پایله ترلاسه کړي. بیا د دې ورکشاپ روزونکي ښاغلي شرف الدین عظیمي په رسمي ډول دا پروګرام پیل کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

BACK TO NEWS