د پوهنتون رهبري شورا په حضور کې د ژبو او ادبیاتو، اروا پوهنې پوهنځییو د رییسانو درېیمې ربعې د فعالیتونو په اړه راپور

keu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۶:۱۲
ggbgbh

 

د ۱۳۹۹ کال د دوشنبې ورځ د مرغومي په لومړي نیټه، د پوهنتون رهبري شورا کې د ژبو، ادبیاتو او اروا پوهنې د پوهنځییو د رییسانو د درېیمې ربعې د فعالیتونو په اړه راپور د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي نور محمد احمدزي او د اروا پوهنې پوهنځي رئیس پوهنوال زهره ولید رحماني له خوا وړاندې شو. په دې غونډه کې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي، د زده کونکو چارو مرستیاله آغلې پوهندوي ذکیه ظاهر شریفیان، د مالې او ادارې چارو مرستیال ښاغلي پوهندوي عبدالخالق حیدري او د پوهنځییو قدرمنو رییسانو ګدون درلود، چې په پایله کې د ژبې، ادبیاتو او اروا پوهنې د پوهنځییو رییسانو د درېیمې ربعې د فعالیتونو راپور، د رهبري هیأت له خوا تصویب شو او د هغوی د بریا هیله یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS