د پوهنتون د اداري شورا ناسته

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۰:۱۲
ghgh

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون اداري ناسته په عادي روال د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه تر غرمې وړاندې په ۹:۰۰ بجو د پوهنتون د رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما په مشرۍ روغتیایي تدابیرو ته په پام سره وشوه او د لاندې اجنډا په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

۱- د پوهنتون رئیسې د پوهنتون د مشرتابه پلاوي غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ د خپلو خبرو په پیل کې د لوړو زده‌‌کړو وزارت د رهبرۍ شورا د ۱۶/۵/۱۴۰۰ نېټې غونډه یاده کړه او ویې ویل چې د لوړو زده‌کړو وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې له مخې په هغو ولایتونو کې چې د حضوري درسونو د پیل زمینه برابره ده، پوهنتونونه باید په دې برخه کې عملي اقدام وکړي او حضوري درسونه پیل کړي او که ممکنه وي نو پوهنتونونه باید د HELMS بدیل سیستم په اړه پرېکړه وکړي چې په افلاین ډول کار وکړي.

۲- په ناسته کې د پوهنتون د حضوري درسونو پر موضوع بحث وشو او د پوهنځیو رئیسانو ته لارښوونه وشوه چې خپل درسونه په ورځني ډول کنترول کړي. همدا راز په ناسته کې د محصلانو د چارو مرستیالې د شپې برخې د زده‌کړو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پوهنځیو له رئیسانو وغوښتل شول چې د شپې برخې درسونو ته هم پام وکړي. د ناستې په پای کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي هغو محصلانو ته ستاینلیکونه ورکړل چې د پوهنتون په دفترونو کې یې په رضاکار ډول خدمت کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS