د ټافل د چمتووالي وروردي آزموینه واخیستل شوه

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۰:۲
dfd

دغه پروګرام چې د ځوانانو د ښووونې او روزنې ملاتړ (YESSO) مؤسسې په همکارۍ د محصلانو د خدماتو همغږې آمریت جوړ کړی و، آزموینه یې د ۱۴۰۰ کال د غوايي په ۱۲مه د یکشنبې په ورځ له ۹۴ محصلانو او د پوهنتون د اداري برخې له یو شمېر کارکوونکو څخه واخیستل شوه چې نوم‌لیکنه یې پکې کړې وه. د آزموینې د اخیستو پر مهال د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د محصلانو چارو مرستیاله آغلې پوهندوی ذکیه ظاهر شریفیان، د محصلانو د خدماتو همغږې آمره آغلې راضیه عمر، د پوهنتون د زده‌کړې روزونکی ښاغلي عبدالرشید سامع او د ځوانانو د ښوونې او روزنې د ملاتړ مؤسسې غړی ښاغلي عبدالمبین موجود وو. په پیل کې د پوهنتون رئیس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما دغه پروګرام ډېر مهم وباله او د محصلانو د خدماتو له محترم آمریته یې وغوښتل چې د محصلانو د وړتیاوو لوړولو لپاره نور پروګرامونه هم جوړ کړي. ورپسې د محصلانو چارو مرستیالې آغلې پوهنتون ذکیه ظاهر شریفیان د پروګرام د اهمیت په اړه خبرې وکړې، د ځوانانو د ښوونې او روزنې د ملاتړ مؤسسې له غړو څخه یې مننه وکړه او محصلانو ته یې وویل چې له دغه پروګرام څخه پوره ګټه واخلی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

BACK TO NEWS