د ملکي کارکونکو لپاره د نوي ارزونې میتودونو په اړه ورکشاپ جوړ شو

keu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۹:۳۱
sdsd

د ملکي کارکونکو لپاره د نوي ارزونې میتودونو په اړه ورکشاپ ترسره شو، دا ورکشاپ د دوه ورځو لپاره د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د درېیم، څلورم، پنځم او شپږم بستونو کارکونکو لپاره د پوهنتون زده کونکي خدماتي مرکز کې جوړ شو. په دې غونډه کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالخالق حیدري، د بشري سرچینو آمر آغلې فرخنده یعقوبي او د لوړو زده کړو وزارت د ظرفیتونو لوړولو ښوونکی ښاغلي عبیدالله مولایی ګډون درلود. په لومړي سر کې ښاغلی پوهندوي عبدالخالق حیدري د برنامې اهمیت په اړه خبرې وکړئ او زیاته یې کړه: یاد شوي ورکشاپ خورا مهم اړین دی، د اداری څانګو آمرینو او مدیرانو څخه یې وغوښل چې د یاد شوي ورکشاپ نه په ښه توګه ګته پورته کړی. وروسته ښاغلی پوهاند جمشیدخان رشیدي هم د برنامې اغیزمنتیا په اړه خبرې وکړې او د ورکشاپ تنظیم کوونکو څخه یې مننه وکړه. ورپسې آغلې فرخنده یعقوبی د دې ورکشاپونو جوړیدل یې ډیر اړین وګنل او د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت د بشری سرچینو ریاست څخه یې مننه وکړه او نوموړی ورکشاپ د ښوونکي له خوا رسماً پیل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS