د زدهکړیالانو شکایاتو ته د رسېدنې کړنلاره
کال:1404
Contents
شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم موخې
شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم موخه
شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم تعریف
شکایاتو ته د رسېدنې مېکانیزم ګټې
د شکایاتو تحلیل او ورسره د چلند څرنګوالی
الحمد لله رب العالمين، الذي علم الإنسان ما لم يعلم، وهداه إلى سبيل العلم والعمل، والصلاة والسلام على أشرف المرسلين، نبينا محمد ﷺ وعلى آله وصحبه أجمعين، المعلم للأمة ومُرشدها إلى الحق والعلم.
سریزه
دا لارښود د زده کړیالانو د شکایاتو د رسېدنې مېکانیزم بیانوي، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له لوري ترتیب شوی دی. دا لارښود د دې لپاره کارول کېږي، تر څو د دغه پوهنتون د زده کړیالانو د تحصیلي دورې په جریان کې شفافیت او حسابورکونه تأمین شي. همداراز، دا لارښود د زده کړیالانو د چارو له هرې برخې سره د تړلو ټولو شکایاتو د ارزونې او حل لپاره د ټولو اړوندو دفترونو له خوا کارول کېږي. سربېره پر دې، دا لارښود د زده کړیالانو د شکایاتو د ترلاسه کولو، ارزونې او رسېدنې لپاره د لارو چارو او مېکانیزمونو یوه ټولګه تشریح کوي.
شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم موخې
شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم بنسټیزې موخې دا دي:
- د شکایاتو او اندېښنو د عادلانه، شفاف او ټاکلي وخت په چوکاټ کې حل یقیني کول، تر څو له اشخاصو او کورنیو سره مثبتې اړیکې بېرته ټینګې شي؛
- د زده کړیالانو شکایتونو او اندېښنو ته ځواب ویل، د هغوی شکایتونو ته رسېدنه او حل؛
- د پوښتنو، وړاندیزونو د ثبت او د زده کړیالانو د مشارکت د زیاتوالي لپاره د مرجع په توګه خدمت کول؛
- د داسې معلوماتو راټولول چې د عملیاتي کړنو د ښه والي او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ترې ګټه واخیستل شي؛
- د شفافیت او حسابورکونې دودول؛
- د تقلب او فساد مخنیوی او له هغو څخه د راولاړو خطرونو کمول؛
- د تدریسي بهیر او اسنادو مشروعیت د زده کړیالانو او ټولنې ترمنځ پیاوړي کول.
شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم موخه
دا لارښود هغه بهیرونه تشریح کوي چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له لوري تعقیبېږي، تر څو هغه شکایت کوونکي وپېژندل شي، چې ښايي د تعلیمي بهیر له مداخلاتو څخه مثبت یا منفي اغېزمن شوي وي. همدارنګه، د دې لارښود بله موخه دا ده چې د شکایتونو د ترلاسه کولو، ارزونې، طبقهبندۍ، حلوفصل او څار څرنګوالی روښانه او د اټکل وړ کړي. د دغو پړاوونو لپاره ځانګړې کړنې تشریح شوې دي.
شکایاتو ته د رسېدنې د مېکانیزم تعریف
شکایاتو ته د رسېدنې مېکانیزم هغه وسایل، لارې چارې او بهیرونه دي، چې د شکایاتو د حل لپاره ترې کار اخیستل کېږي. دا مېکانیزم د شفافیت او حسابورکونې د لوړولو، د فساد د کمولو، د خدمتونو د ښه کولو او د تعلیمي پروګرامونو د اغېزمنتیا د زیاتوالي له مهمو وسایلو څخه ګڼل کېږي. دغه مېکانیزم د ټولنیزې حسابورکونې، د اندېښنو د منلو او تشخیص لپاره داسې بهیرونه او وسایل ټاکي، چې د انکشافي مداخلو له امله د رامنځته شویو زیانونو مخه ونیسي.
رسمي مېکانیزم د شکایاتو د رسېدنې هغه سیستم دی، چې له لارې یې د تعلیمي بهیر وضاحت کېږي، اجرایي ستونزې حل کېږي، او شکایتونه په اغېزمن او ګټور ډول څېړل او حل کېږي.
شکایاتو ته د رسېدنې مېکانیزم ګټې
- زده کړیالانو او د پوهنتون کارکوونکو ته د وړاندیزونو او نظریاتو د وړاندې کولو زمینه برابروي، چې د حسابورکونې، شفافیت او په ګټو کې شریکانو ته د ځواب ویلو وړتیا لوړه کړي؛
- د زده کړیالانو او د خدمتونو د وړاندې کوونکو (کارکوونکو) ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي؛
- د شکایاتو اړوند معلومات د مدیریت له لوري د پروګرام د پایلو د اغېزمنتیا د درک لپاره تنظیمېږي؛
- اغېزمن مېکانیزم ستونزې تر پراخېدو مخکې مهاروي.
اصول
شکایتونه د شکایاتو د رسېدنې د رسمي مېکانیزمونو او د هېواد د قوانینو او مقرراتو له مخې حلوفصل کېږي. شکایتونه د شکایت کوونکي او د شکایاتو د رسېدنې د کمېټې ترمنځ په بېلابېلو پړاوونو کې طبقهبندي کېږي او په ډیټابېسونو کې ثبتېږي. دا کار د همغږۍ له لارې د شکایاتو د حل امکان زیاتوي، چې په پایله کې یو باثباته عملیاتي چاپېریال رامنځته کوي.
کارېدونکې لارې چارې دا دي: مصالحه، مذاکره، منځګړتوب، حکمیت او قضاوت. دا ټولې لارې چارې د ناراض شخص د رضایت پر بنسټ عملي کېږي او باید هغه اصول تعقیب کړي چې د شکایاتو د رسېدنې بهیر سمې پایلې ته ورسوي.
د مېکانیزم لارښود اصول
- د وړاندوینې وړتیا: روښانه بهیر او مهالوېش او دا چې کومې پایلې ورکول کېدای شي یا نه؛
- عدالت: داسې بهیرونه چې عادلانه درک شي، په ځانګړي ډول د معلوماتو لاسرسي او د اغېزمن ګډون له اړخه؛
- شفافیت: شفاف بهیرونه او پایلې، په ځانګړي ډول هغه چې عامه ګټې ورسره تړلې وي؛
- ظرفیت: د کافي تخنیکي، بشري او مالي سرچینو کارول؛
- نظریات: د زده کړیالانو د نظریاتو د راټولولو وسیله، تر څو تعلیمي بهیرونه ښه شي.
شکایتونه او ډولونه یې
شکایت
شکایت د اعتراض، وړاندیز، اندېښنې، پوښتنې یا د تعلیمي او اداري فعالیتونو په اړه د هر ډول نارضایتۍ په معنا دی. همدارنګه، شکایت کېدای شي د زیانونو، تاوانونو او یا د ورځنیو پروګرامونو د فعالیتونو په اړه اندېښنې وي.
د شکایتونو ډولونه او سرچینې
- ناکام مدیریتي فعالیت
- خراب کاري شرایط
- د خدمتونو کموالی یا ناسم وړاندې کول
- شخصي عوامل چې د کارکوونکو او زده کړیالانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته کوي
- د سازماني بدلونونو او پالیسۍ منفي پایلې
- اقتصادي زیانونه او ګټې
- د واک کنټرول
- د غیر مسلکي کسانو ګمارنه او ترفیع
- د ازموینو اخیستل او منل
- د تعلیمي خدمتونو کموالی
- د تدریس او تعلیمي سیستم کیفیت
- د استادانو د تدریس کیفیت
- د اجناسو او خدمتونو تدارک
- په مالي بهیر کې ځنډ
- فساد او د سرچینو ناوړه استفاده
- نور هغه ډولونه چې په دې طرزالعمل کې نه دي یاد شوي
د شکایاتو تحلیل او ورسره د چلند څرنګوالی
د شکایت د ترلاسه کولو پر مهال، اړینه ده چې د شکایت د رامنځته کېدو، اعتبار، د حل ممکنه لارو او د زیانمن شخص د رضایت په اړه سیستماتیکه ارزونه وشي. د شکایت د ارزونې لپاره لاندې پړاوونه مهم دي:
وضعیت
- څوک پکې شامل دي؟ (د اصلي ګټه اخیستونکو پېژندنه)
- څه پېښه شوې؟ (د پېښې دقیقه تشریح)
- څه وخت پېښه شوې؟ (د نېټې او وخت ثبت)
- چېرې پېښه شوې؟ (ځای او چاپېریال)
شخړه
- د شکایت د اعتبار او زیان د کچې ارزونه؛
- ایا شکایت واقعي دی که خیالي؟
حللار
- د ستونزې د حل لپاره د ممکنه لارو پېژندنه؛
- د وضعیت د ښه والي لپاره اړین اقدامات او سرچینې.
رضایت
د شکایاتو د رسېدنې د سیستم اصلي موخه د زیانمن شخص یا ډلې رضایت دی. که زیانمن لوری له اقداماتو راضي نه وي، نو مېکانیزم بېمعنا کېږي.
- ایا شکایت کوونکی له پرېکړې راضي دی؟ که نه، ولې؟
د شکایاتو د رسېدنې اصول
- اعتبار: د شکایت د واقعیت ارزونه؛
- محرم: د شکایت کوونکي د هویت ساتنه؛
- بېطرفي: د کمېټې تمرکز پر موضوع؛
- قانونیت: ټول اقدامات دې د قانون په چوکاټ کې وي؛
- عملي کول: پرېکړې دې عملي او اغېزمنې وي؛
- رضایت ترلاسه کول: پرېکړې دې د ناراض لوري لپاره د منلو وړ وي؛
- استیناف: د شکایت کوونکي د استیناف حق؛
- امنیت: شکایت کوونکی باید د غچ له وېرې خوندي وي؛
- مهالوېش: شکایت باید پر وخت حل شي؛
- عدالت او شفافیت: معلوماتو لاسرسی؛
- چټک اقدام: ځنډېدلی عدالت د انکار په معنا دی.
د شکایاتو مدیریت او بهیر
د شکایت د حل د مېکانیزم اجزا
- د شکایت ترلاسه کول او ثبتول
- په ټاکلي فورم کې ارزونه
- د پرېکړې پر بنسټ ځواب تنظیمول
- د پوهنتون د اخلاقي پالیسۍ له مخې د حل لارې ټاکل
- د ستونزو حل
- شکایت کوونکي ته د ځواب رسول
- د اقداماتو تعقیب
- له تجربو زده کړه او له اړوندو لورو سره اړیکه
د شکایاتو ترلاسه کول
د نظم، ډیسپلین او شکایاتو ته د رسېدنې کمېټه د شکایاتو د حل اصلي مسئولیت لري. شکایتونه له لاندې لارو ترلاسه کېدای شي:
- د شکایاتو صندوقونه
- برېښنايي ثبت
- چاپي فورمونه
- شفاهي شکایتونه
د شکایت ارزونه او طبقهبندي
په پیل کې باید شکایت وارزول شي، تر څو د هغه مشروعیت او لومړیتوب وټاکل شي. که شکایت رد کېږي، شکایت کوونکی باید د رد پر علتونه وپوهول شي.
په پوهنتون کې د شکایت ارزونه او ځواب
کمېټه مکلفه ده چې شکایتونه وڅېړي او عادلانه پرېکړه وکړي. که شکایت د کمېټې له صلاحیته پورته وي یا شکایت کوونکی له پرېکړې ناراضه وي، موضوع د پوهنتون عمومي ریاست یا علمي شورا ته لېږدول کېږي.
شکایاتو ته د رسېدنې مهالویش
د شکایتونو حل یو وختنیونکی بهیر دی. ټول شکایتونه باید ډېر نه ډېر په یوې میاشتې کې حل شي.
د شکایت د حل درې پړاوونه
- لومړی پړاو: ساده شکایتونه، د پوهنځي له لارې (۷–۱۰ ورځې)
- منځنی پړاو: د پوهنتون د شکایاتو کمېټه (تر دوو اونیو)
- لوړ پړاو: د پوهنتون علمي شورا (تر یوې میاشتې)
خاتمه و اجرا
خاتمه و اجرا
خاتمه و اجرا
شاکی رضایت دارد
شاکی رضایت دارد
شاکی رضایت دارد
شاکی رضایت ندارد
شاکی رضایت ندارد
شاکی رضایت ندارد
خاتمه و اجرا
خاتمه و اجرا
خاتمه و اجرا
شاکی رضایت دارد
شاکی رضایت دارد
شاکی رضایت دارد
شاکی رضایت ندارد
شاکی رضایت ندارد
شکایتونو ته د رسېدنې میکانېزم
په پوهنتون کې د شکایت ترلاسه کول
⬇️
ثبت او تائید
⬇️
شکایت څېړل او ارزول کېږي
⬇️
ځواب (فیصله / عملي اقدام)➡️ که شاکي راضي وي ➜ د شکرۍ پای او د میکانېزم له لارې د موضوع حل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شکایت د بنسټ اړوند کمېټې ته راجع شوی وي یا کمېټې په مستقیم ډول ترلاسه کړی وي
⬇️
ثبت او تائید
⬇️
شکایت څېړل او ارزول کېږي
⬇️
ځواب (فیصله / عملي اقدام)➡️ که شاکي راضي وي ➜ د شکایت د دوسیې تړل او موضوع ته رسېدنه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ شکایت د مؤسسې علمي شورا ته راجع شوی وي
⬇️
د علمي شورا له خوا لومړنی ثبت او تائید
⬇️
شکایت څېړل او ارزول کېږي
⬇️
فیصله / عملي اقدام➡️ که شاکي راضي وي ➜ د شکایت د دوسیې تړل او موضوع ته رسېدنه
وروستۍ مرحله: شکایت د لوړو زده کړو محترم وزارت یا محکمې ته راجع کېږي
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون
د زدهکړیلانو چارو معاونیت
د زدهکړیالانو د شکیاتو د ثبت فورم
مهربانۍ وکړئ! دغه شکایتپاڼه په بشپړ ډول ډکه کړئ او وروسته یې د کمېټې یو غړي او یا هم د زدهکړیلانو چارو معاونیت ته وسپارئ او یا یې د کابل ښووې او روزنې پوهنتون په پر دېوانو ځړېدلو صندوقونوته ورواچوئ.
نوم ..................................... پلارنوم(اختیاری)............................
پوهنځي ............................... سمستر....................................
درسي وخت............................. آی ډي نمبر ..............................
د اړیکو شمېره.......................... د شکایت موضوع ..........................
د شکایت نېټه: / / 140
د شکایت جزیات:
........................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................
زه/موږ ژمنه کوم/کوو؛ چې پورته معلومات مې په ريښتینولۍ لیکلي، واقعیت مې نه دی پټ کړی او نه مې په بل ډول بیان کړي دي، په خپله ژمنه کې ريښتنی یم.
د شکایت کوونکي لارسلیک
شکایت ته د رسېدنې او پرېکړې فورم
ټولنیز معلومات
د شکایت د ثبت ګڼه ...................................................................
د شکایت کوونکي نوم..................................................................
د شکایت ډول ...........................................................................
د شکایت د ثبت نېټه ...................................................................
د شکایت په اړه د پرېکړې نېټه ..............................................
شکایت ته د رسېدنې پاېلې
د شکایت لنډیز: ............................................................................................................................................................................................................................
د نظم، ډسپیلین او شکایتونو ته د رسېدنې کمې د پرېکړې او سپارښتنو لنډیز:
............................................................................................................................................................................................................................
د کاري غونډ د غړو لاسلیک او نوم (کم له کمه درې نفره):
(۱)نوم: ...................... لاسلیک:................. (۲) نوم: ...................... امضا:..................
(۳)نوم: ...................... لاسلیک:................. (۴) نوم: ...................... لاسلیک..................
(۵)نوم: ...................... لاسلیک:.................
که شکایت کوونکي د کمېټې (کاريغونډ) له پرېکړې سره موافق نه وي، د هغې ادارې نوم دې ولیکي چې شکایت ورته شوی دی:.................................
یادونه: د شکایتونو د فورم اصلي دې وساتل شي او یوه کاپي دې شکایت کوونکي ته ورکړل شي.
په درنښت
د زدهکړیالانو چارو مرستیالي