د داوطلبۍ بیا اعلان

Publish Date
Closing Date
د اعلان نېټه: ۱۴۰۴/۰۱/۰۳ هـ.ش
د آفر خلاصولو نېټه: ۱۴۰۴/۰۱/۱۷ هـ.ش
عنوان: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کافیټریا او خوراکي کانتین قرارداد (کرایه ورکول)
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون غواړي چې د شرطنامې له مخې کافیټریا او خوراکي کانتین د دوو کلونو لپاره په اجاره (قرارداد) ورکړي. له همدې امله، له ټولو واجد الشرایط داوطلبانو څخه غوښتنه کېږي چې د داوطلبۍ پروسې کې ګډون لپاره د شرطنامې یوه کاپي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو سره سم، مهر او لاک (سربسته) له اعلان خپرېدو وروسته تر ۱۴ ورځو پورې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنتون تدارکاتو آمریت ته چې د افشار، کتاب څلور لارې، پنځمه ناحیه، کابل کې موقعیت لري، وسپاري.