خبرتیا!
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري، چې د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو او تدریسي مدیرانو ته د ستاینلیکونو او محصلینو ته د تصدیقپاڼو د وېش په پار تشویقي مجلس ترسره کړي، له قدرمنو استادانو او محصلینو هیله کیږي، چې دې غونډې ته پر ټاکلې نېټه تشریف راوړي.
نېټه: ١٤٤٧/٨/٢٨، دوشنبه
وخت: سهار ۹:۰۰ بجې
ځای: کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه د غونډو عمومي تالار
